1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما جنوب ختيځي اسيا ته درې ورځنی سفر کوي

۱۳۹۱ آبان ۲۸, یکشنبه

په پلان کي ده چي د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما به د جنوب ختيځي اسيا هيوادونو ته درې ورځنی سفر وکړي. هغه به نن يکشنبه (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۱۸) ټايلند ته سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/16lDX
انځور: Reuters

اوباما تر ټايلند وروسته د سه شنبې په ورځ ميانمار ته تاريخي سفر لري. دغه هيواد ته د اوباما سفر، ځکه ډير اهميت لري، چي په وروستيو څو لسيزو کي د امريکا جمهور رئيسانو دغه هيواد کورټ له پامه غورځولی وو.

اوباما به د دغه سفر په پای کي په کمپوچيا کي د اسيايي هيوادونو د مشرانو په غونډه کي گډون وکړي.

د سپيني ماڼۍ د ملي امنيت شورا رئيس توماس دانيلان د اوباما د سفر په اړه ويلي دي: «دا چي جمهور رئيس تر بيا ټاکل کېدو لږ وروسته سيمي ته سفر کوي دا د دغي سيمي اهميت ښيي. جمهور رئيس به اول ټايلنډ بيا به ميانمار ته تاريخي سفر وکړي او د سفر په پای کي به کمپوچيا ته ولاړ سي.»

بارک اوباما څلور کاله دمخه توماس دانيلان ته دنده سپارلې وه، چي په جنوبي اسيا کي د امریکا متحده ايالاتو سياستونه وڅېړي، تر څېړنو وروسته جمهور رئيس دې نتيجې ته ورسېد، چي په منځني ختيځ کي ئې پوځي وزن ډير دئ، خو په نورو سيمو کي ډير لږ حضور لري.

د يادولو وړ ده، چي د جنوب ختيځي اسیا سيمه له تيرکال راهيسي ځانگړی اهميت پيدا کړی دئ. په ځانگړې توگه چين ډير اهميت لري. په پام کي ده، چي د اسياسي هيوادونو په سرمشريزه کي د گډون پر مهال به اوباما د چين له جمهور رئيس سره وگوري.

د چين په بغل کي نور هيوادونه هم د امريکا متحده ايالاتو له پاره ډير اهميت لري. لکه څرنگه چي توماس دانيلان د اوباما د سفر دمخه ويلي ول، چي دغه هيوادونه له امريکا څخه د خپل گاونډي پياوړي هيواد چين پر وړاندي د ملاتړ تمه لري. دا په داسي حال کي ده چي د امريکا متحده ايالات غواړي له چين سره هم ټينگي اړيکي ولري.

په پام کي ده چي اوباما به د سه شنبې په ورځ په کمپوچيا کي د اسيايی هيوادونو په سرمشريزه کي هم گډون وکړي. هغه به دغه راز د ميانمار د پخواني پوځي رژيم له مخالفي سياسي فعالي سان سوچي سره هم وگوري.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض