1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: د «اسلامي دولت» پر ضد جگړه اوږده ده

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ مهر ۲۳, چهارشنبه

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د «اسلامي دولت» نومې ترهگرې ډلې پر ضد د نړیوال ائتلاف د غړو په لومړۍ غونډه کې وویل چې د دغو ملیشو پر وړاندې بریا ښايي په هغې اندازې چې مخکې یې تمه کیده کم وخت کې حاصله نه شي.

https://p.dw.com/p/1DVpb
انځور: Reuters/G. Cameron

د «اسلامي دولت» نومې ډلې پر ضد د نړیوال ائتلاف د پوځي مشرانو لومړۍ غونډه واشنگتن ته نژدې په «اندریوز» نومې پوځي اډې کې د ولسمشر بارک اوباما په حضور کې جوړ شوه.

په دغې غونډه کې په دی هکله خبرې وشوې چې د دغې ترهگرې ډلې پر ضد مبارزه په څه ډول ترسره شي. د غونډې په پای کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې اوباما وویل چې د «اسلامي دولت» نومې ډلې پر ضد د مبارزې له پاره ځینې «مهم گامونه» واخیستل شول.

اوباما وویل چې د غونډې برخه والو په دې هکله هم خبرې وکړې چې ښایي «دغه مبارزه ډیره اوږده شي». هغه یادونه وکړه چې کیدای شي په دې لاره کې پرمختگونه او یا هم شاتگونه رامنځ ته شي خو ولسمشر اوباما ټینگار وکړ چې جوړ شوی ائتلاف «ټینگ هود لري چې دغه ترهگره ډله کمزورې کړې او بالاخره له مینځه یوسي»

پر کوباني باندې هوايي بریدونه سخت شوي دي

په غونډه کې د هغو دولتونو پوځي استازو گډون درلود چې په عراق او سوریې کې د اسلامي حکومت ډلې پر وړاندې له متحده ایالاتو سره په هوايي بمباریو کې برخه لري. د دغې ترهگرې ډلې پر وړاندې د ایتلاف مشري امریکا متحده ایالات کوي او بریتانیا، فرانسه، بلجیم، هالند، کانادا، استرالیا او پنځه عربي هیوادونه په کې شامل دي.

په غونډه کې البته د ځینو نورو هیوادونو استازو چې په دغه کړکیچ کې په یوه بل ډول همکاري لري هم گډون لاره. آلمان د دغو هیوادونو له ډلې څخه ده چې د عراق په شمال کې کردانو ته وسلې ورکوي.

په دې منځ کې امریکا متحده ایالاتو د سعودي عربستان په مرسته د «اسلامي دولت» نومې ډلې د ملیشو پر ضد په یو لړ بی سارو هوايي بمباریو لاس پورې کړی دی. په فلوریدا کې د «تمپا» په پوځي اډه کې د متحده ایالاتو د مرکزي قومنداني د وینا له مخې د سورېې-ترکیې پولې ته نژدې پروت په کوباني ښار کې چې ډیري اوسیدونکي یی کردان دي، د «اسلامي دولت» د ملیشو پر ضد د دوشنبه او سه شنبې په ورځو ۱۲ هوايي بریدونه ترسره شوي دي. داسې ښکاري چې دغو بریدونو د اسلامي ډلې پرمختگ ورو کړی وي.

آیا د انبار ولایت به سقوط وکړي؟

اوباما په کوباني کې د افراطي اسلامپالو پر ضد جگړه کې کردانو ته د نورو زیاتو هوايي بمباریو د ملاتړ ژمنه وکړه. هغه وویل چې د سورېې په نوموړي شمالي سرحدي ښار کې د وضعیت په پام کې نیولو سره متحده ایالات «ډيره سخته اندیښنه» لري. د متحده ایالاتو ولسمشر د عراق په لویدیځ کې د انبار ولایت وضعیت هم کړکیچن وگاڼه چې ښایي د پوځي عملیاتو هدف وگرځي.

له دې مخکې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت اعتراف وکړ چې د «اسلامي دولت» د ملیشو ټولگي په انبار کې پرته له کوم خڼده څخه کښته پورته کیږي. خو د دغه وزارت ویاند ستیفن وارین، وویل چې دغه ولایت لا تر اوسه د جهادیستانو لاس ته نه دی لویدلی. نوموړي زیاته کړه: «سړی نه شي ویلای چې آیا رښتیا هم په دی نژدی وختو کې به دغه ولایت سقوط وکړي که نه.» وارین وویل: «په دې اړه د اسد هوايي اډه اهمیت لري. د متحده ایالاتو هوايي ځواک به له عراقي سرتیرو سره د دغه ولایت په دفاع کې مرسته وکړي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب