1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «اسلامي دولت» پر ضد د اوباما، نوي ستراتیژي

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۲۰, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما غواړي چې د «اسلامي دولت» په نوم د وسله والې ډلې پر ضد لا سخت گامونه پورته کړي. په راتلونکي وخت کې به امریکا نه یوازې په عراق بلکې په سوریې کې هم هوایي بریدونه تر سره کړي.

https://p.dw.com/p/1DABj
انځور: Reuters

خپل ولس ته په یوه وینا کې ولسمشر بارک اوباما ډاډ ورکړ چې متحده ایالات به «د یوه پراخه ائتلاف په مشرۍ دغه ترهگر گواښ بېرته په شا کړي.» هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل: «زموږ هدف روښانه دی: موږ به اسلامي دولت، ضعیفه او بالاخره له منځه یوسو.» اوباما وویل چې «اسلامي دولت» نومې ترهگره ډله په هر ځای کې چې شتون ولري، به وځپل شي.

بارک اوباما په سوریې او د عراق په شمال کې د نوموړې جهادې ډلې پر ضد اقدامات د ترهگرۍ پر ضد له هغو اقداماتو سره پرتله کړل، کوم چې واشنگټن له کلونو راهیسې په یمن او سومالیه کې پرمخ بیایي. په دغه ستراتیژۍ کې «دوامداره او نه ستړیدونکي» هڅې نغښتې دي، هغه هڅې چې د هغو په مرسته به د متحده ایالاتو هوایي ځواک او د هغوی د متحدینو سرتیري د افراطینو پر ضد وجنگیږي.

خو بارک اوباما ولس ته په خپله وینا کې دا خبره په ډانگ پېلې توگه وکړه چې امریکايي ځمکني ځواکونه به دغې جگړې ته وا نه استوي. هغه یادونه وکړه: «دغه هڅې به په عراق او افغانستان کې له جگړې څخه بل ډول وي.»

اوباما په خپله وینا کې پر دې خبره ټینگار وکړ چې د متحده ایالاتو حکومت به د سوریې منځلاری اپوزیسیون، د اسلامي دولت، نومې ترهگرې ملېشې پر وړاندې د جگړې له پاره مجهز کړي. هغه له کانگرس څخه وغوښتل چې دغه پلان په قانوني توگه منظور کړي.

په عین وخت کې بارک اوباما، عراق ته د نورو ۴۵۰ امریکایي سرتیرو د لیږلو اعلان وکړ. دغه سرتیري باید عراقي او کردي ځواکونه وروزي، مجهز کړي او سلا مشورې ورکړي. په دې سره په عراق کې د امریکايي سرتیرو شمیر ۱۵۰۰ تنو ته لوړ شوی دی.

د سپتمبر د یوولسمې نیټې تر مخه وینا

د بارک اوباما دغه بیانیه چې په ډیرې لیوالتیا سره یې انتظار کیده، د سپتمبر د یوولسمې نېټې یوه ورځ تر مخه تر سره شوه. پر دغه نېټه په نیویارک کې د سوداگرۍ پر نړیوال مرکز باندې برید شوی وو. ۱۳ کاله تر مخه اسلامپاله ترهگرې شبکې القاعدې چې مشري یې اسامه بن لادن کوله، د لومړي ځل له پاره د امریکا پر خاوره باندې برید وکړ.

دا چې بارک اوباما د سپتمبر د یوولسمې نېټې یوه ورځ تر مخ د اسلامي دولت، نومې ترهگرې ملېشې پر ضد د جگړې ستراتیژي اعلان کړه، ښايي یوه ښه نېټه یې غوره کړي وي. ولسمشر کولای شي د خپل ولس په پراخ ملاتړ حساب وکړي. دا خبره روښانه ده چې په سوریه کې د نوموړې ترهگرې ډلې په لاس د دوو امریکایي ژورنالېستانو د سرونو پریکولو او په عامه محضر کې د هغې د ویډیو گانو خپرولو په امریکايي ولس کې ژوره ویره او وحشت رامنځ ته کړی دی.

تر اوسه متحده ایالاتو یوازې په عراق کې هوایي بریدونه کول

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، تر اوسه یوازې په عراق کې د اسلامي دولت، نومې ملېشو د مورچلو د بمبارۍ اجازه ورکړې وه. د متحده ایالاتو د دفاع وزارت پېنتاگون د معلوماتو له مخې تر اوسه په دغه ځای کې ۱۵۴ هوایي بریدونه تر سره شوي دي. د ورکړل شوو معلوماتو له مخې په دغو بمباریو کې د اسلامي دولت، ۱۶۰ موټرې، د وسلو ۲۰ سیستمونه، ۳۰ کوماندو او مواضع له منځه وړل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې دغه ترهگره ملېشه اوس هم د عراق او سوریې ډیره سیمه تر خپل کنترول لاندې لري او په دغه ځای کې یې «اسلامي خلافت» اعلان کړی دی.

د عراق د حکومت نوي مشر حید العبادي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی دی چې له هیواد سره یې د اسلامي دولت، وسله والې ملیشې پر وړاندې ملاتړ وکړي. العبادي د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري سره په پلازمېنه بغداد کې تر یوې لیدنې کتنې وروسته ویلي دي چې تروریزم د سیمي ټول هیوادونه گواښي. هغه له متحده ایالاتو او متحدینو څخه یې غوښتي دي چې د دې «سرطان» د پراخیدو مخه ونیسي.

بغداد ته د کیري ناببره سفر

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د چهارشنبې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر بغداد ته ورسید. د هغه دا سفر دوه ورځې وروسته له هغې تر سره کیږي چې د عراق پارلمان نوي کابینه تائید کړه.

په پام کې ده چې له دې وروسته به کیري، اردن ته سفر کړي. همداشان کیري سعودي عربستان ته سفر کول هم په پلان کې لري.