1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: د «اسلامي دولت» پر ضد ګډ عمل په کار دی

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ مهر ۳, پنجشنبه

بارک اوباما د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي د وينا پر وخت له نړیوالو څخه وغوښتل چي د «اسلامي دولت» نومي وسلوالې ډلې پر ضد د امريکا په مشرۍ مبارزه کي برخه واخلي.

https://p.dw.com/p/1DKkk
انځور: Reuters/Brendan McDermid

د ملګرو ملتونو غړو هيوادونو د «اسلامي دولت» پر ضد په مبارزه کي ځان مکلف کړ. د ياد سازمان د امنيت شورا په يو ږغ سره يوه داسي اعلاميه تصويب کړه چي د «اسلامي دولت» پر ضد په مبارزه کي د نړیوالو څخه همکاري غوښتل سوې ده. په دغه اعلاميه کي پر پولو د سخت کنترول او د يادي وسلوالې ډلې له پاره د جنګياليو پر جلب او حرکت د بنديز لګولو غوښتنه سوې ده.

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما د ملګرو ملتونو عمومي غونډي ته چي پکښي د ۱۹۳ غړو هيوادونو استازو ګډون لاره، وويل چي هيڅ دين د دغه شان ظلمونو اجازه نه ورکوي، لکه د هغه په وينا «اسلامي دولت» چي يې تر سره کوي. اوباما پر دې ټينګار وکړ چي بايد د دې مخه ونيول سي چي توندلاري د بيلو لارو سوريې ته ولاړ سي او د «اسلامي دولت» سره يوځای سي.

د جهاديانو د جلب مخنيوی

باراک اوباما زياته کړه: «د اسلامي دولت د له منځه وړلو له پاره زموږ د ستراتيژۍ يوه برخه او ننګونه دا ده، چي موږ بايد د دې مخه ونيسو چي توندلاري د بيلو لارو د اسلامي دولت سره يوځای سي او پر پولو د اوښتلو وروسته بېرته زموږ هيوادونو ته راوګرځي.»

اوباما وويل چي د «اسلامي دولت» ډله يو داسي ظالم ګروپ دی چي ورسره خبري او بحث نه سي کېدای. د نوموړي په وينا دغه ډله يوازي د تاوتريخوالي ژبه پېژني. اوباما پر دې ټينګار وکړ چي د «اسلامي دولت» پر ضد مبارزه کي بايد ټوله نړۍ عملي ګامونه پورته کړي.

د متحده ايالاتو ولسمشر زياته کړه: «د ټولو هغو مکلفيتونو باوجوده چي موږ نن په غاړه واخيستل، بايد ووايم چي يوازي د اعلاميو تصويبول کفايت نه کوي.» هغه ټینگار وکړ چي د نړۍ د ۸۰ هيوادونو څخه توندلاري د «اسلامي دولت» سره يوځای سوي دي. د نوموړي په وينا په سوريه کي د يادو جنګياليو شمېر تر ۱۵۰۰۰ کسانو پوري رسيږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کيمون په خپله وينا کي وويل چي «اسلامي دولت» بشپړه سيمه يرغمل نېولې او دا چي هغوی په هيڅ دول د اسلام استازيتوب نه کوي. بان کيمون زیاته کړه چي د سوريې د ستونزي د هوارولو له پاره يو وړ سياسي حل ته اړتيا سته.