1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: د افغانستان دنده بايد نور بشپړه سي

۱۳۸۸ آذر ۴, چهارشنبه

اوباما غواړي د افغانستان د سر خوږ څخه ځان خلاص کړي. هغه دغه پريکړنده تبصره هغه وخت په سپينه ماڼۍ کي د خبريالانو په وړاندي وکړه چي د هند له لومړي وزير من موهن سنګ سره يې د سيمي د حالاتو په اړه د هغوي پوښتونو ته ځواب وايه.

https://p.dw.com/p/KfBY
د هند لومړی وزير من موهن سينګ په سپينه ماڼۍ کي د امریکا د ولسمشر بارک اوباما سره د خبرو پر مهال
د هند لومړی وزير من موهن سينګ په سپينه ماڼۍ کي د امریکا د ولسمشر بارک اوباما سره د خبرو پر مهالانځور: AP

« ما دا هم ښودلي ده چي وروسته له اتو کلونو، بالاخره دغه دنده بايد پاي ته ورسوم، هغه يوه دنده چي د هغي د بشپړيدو په وړاندي په دي موده کي يا مو منابع ورته نه درلودل يا ستراتيژي»

اوباما به په راتلونکو ورځو کي دهغي يو پريکړي اعلان وکړي چي څومره نور سرتيري افغانستان ته واستوي. د ډله ايزو رسنيو د رپوټونو له مخي، جمهور رييس د څه نا څه 34 زور تازه دمو امريکايي سرتيرو استول په پام کي لري. په اوسني وخت کي متحده ايالات د هندوکش په لمنو کي ۶۸ زره عسکر لري.

له هغو تبصرو او يادونو څخه چي د متحده ايالاتو د دفاع وزارت، پنتاګون، له خوا عنوانيږي، داسي ښکاری چي متحده ايالاتو د افغانستان په موضوع کي په خپلو متحدينو باندي فشار زيات کړي، په خاصه توګه د نورو زياتو سرتيرو د استلو په برخه کي.

د پتتاګون وياند، جيف مورل پرون په واشنګتن کي وويل چي متحده ايالات په ناتو کي له خپلو متحدينو انتظار لري چي د افغانستان په ماموريت کي خپلي ونډي پراخي او پياوړي کړي او متحده ايالاتو د جګړي په ډګر کي اوږه ورکړي. هغه د متحدينو له خوا د نوو سرتيرو استولو ته په اشاري سره وويل:

« که چيري مونږ زياته ونډه لاس ته راوړو، دا به مونږ سره مرسته کوي، ځکه مونږ زمونږ ځینی ځواکونه همدا اوس لرو چي هغه د افغانستان په شمال کي بوخت دي، له دي ونډي سره به مونږ دا توان پيدا کړو چي له خپل ټول قوت سره جنوب ته ځير شو، هغه ځاي چي په دي وروستيو کي د طالبانو د فعاليتونوپه تود ډګر بدل شوي دي.»

د پنتاګون وياند يادونه وکړه :« که چيري جمهور رييس افغانستان ته د نوو ځواکونو د استولو پريکړه وکړي، نو متحدين هم بايد ځان وښوروي.

د ناتو متحدين چي همدا اوس په ټوليزه توګه ۱۱۰ زره سرتيري يي په افغانستان کي شته والي لري، ښايي د نوو ځواکونو د استولو غوښتني باندي د دسمبر له دريم تر څلورمي پوري کله چي د ناتو د پوځي مشرانوغوڼده په بروکسل کي دايريږی، تر غور لاندي ونيسي.

اوباما د خبرو پرمهال
اوباما د خبرو پرمهالانځور: picture-alliance/ dpa

خو د ناتو يو قوماندان د فرانس پرس خبري آژانس ته د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط وويل چي «ګمان نه کيږي چي اروپايي هيوادونه دي چمتوي وي چي نور زيات سر تيري افغانستان ته واستوي.» هغه يادونه وکړه: « البته دا امکان لري چي هغوي خپل هغه سرتيري هلته پريږدي چي افغانستان ته يي د زمري د مياشتي د ټاکنو د امنيت د خوندي ساتني لپاره استولي ؤ».

د نوو سرتيرو د استولو په هکله دغه ډول عدم تمايل د آلمان له خوا چي په افغانستان کي له خپلو ۴۵۰۰ سرتيرو سره شته والي لري،هم ښودلي شوي دي. د آلمان د دفاع وزيره تيره اوني واشنګتن ته تللي ؤ. له دغه سفر څخه وروسته هغه آلماني ورحپاني لايپزيګر فولکس څايتونګ ته په يوه مرکه کي دا نظر رد کړ چي ګواکي د افغانستان په هکله د جمهوررييس اوباما د نوي ستراټيژي له اعلان سره سم، آلمان به، د څوګو تنبرګ د خپلي جملي له مخي« په اتوماتيکه توګه نوي مکلفيتونه» په غاړه واخلي.

هغه وويل: « په افغانستان کي د آلمان ونډه خورا اهميت لري. په دي مسأله باندي جمهور رييس اوباما هم خبر دي. دا مونږ پوري اړه لري چي آيا چمتو يو نوري دندي په دغه هيواد کي په غاړه واخلو که نه».

له څو مياشتو را په دي خوا افغانستان په واشنګتن کي د بهرني سياست توده موضوع ده. وجه يي دا ده چي اسلامي تند لاري طالب جنګيالي د کال له پيل څخه را په دي خوا خپل فعاليتونه پراخ کړي دي. له بلي خوا د بهرنيو ځواکونو بيا په خاصه توګه د امريکايي سرتيرو د مرګ ژوبلو شمير زيات شوي دي.

خو د نوو سرتيرو د استولو پر سر، د جمهور رييس اوباما د کابيني په دننه کي هم اختلاف موجود دی. د بيلګي په توګه د جمهور رييس مرستيال، جوبايدن د دي نظر پلوي کي چي په افغانستان کي د سرتيرو شمير کم کړاي شي. د هغه په نظر د طالبانو پر ضد د جګړي پر ځاي متحده ايالات بايد دې ته ځیر شي چي د القاعدي شبکه شنډه کړي.

همدا راز په کابل کي د متحده اایلاتو سفير کارل ايکنبري چي يو وخت خپله په هندوکش کي د امريکايي سرتيرو قوماندان ؤ، هم د دي مخالف دی چي نور سرتيري افغانستان ته واستول شي. د هغه په نظر، د جمهور رييس حامد کرزي نوي حکومت بايد د اختلاس او اداري فساد پر ضد په اغيزمنه توګه مبارزه وکړي او په خپل هيواد کي د ثبات د ټیګیدو لپاره دي خپله افغانان مټي بډوهي.

AG/ DPA/ AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل