1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د افغانستان له پاره نوی قوماندان ونوماوه

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ تیر ۴, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت ويلي دي چي د دغه هیواد ولسمشر په افغانستان کي د امريکايي او نورو نړيوالو ځواکونو له پاره نوی قوماندان ټاکلی دی. تر اوسه دغه دنده جنرال جوزف دنفورد پرغاړه لري.

https://p.dw.com/p/1CPeD
انځور: Brendan Smialowski/AFP/Getty Images

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جون ۲۴) په افغانستان کي د امريکايي او نړيوالو ځواکونو نوی راتلونکی قوماندان جنرال جان کمبل نومولی دی.

د پوځ د لوی درستيز اوسنی مرستيال جنرال کمبل په داسي حال کي د جنرال جوزف دنفورد ځای نيسي، چي امريکا متحده ايالات له افغانستان څخه د عسکرو د ايستلو پروسې پر چټکتيا باندي خبري کوي.

په پلان کي ده چي د روان کال تر پايه پوري له افغانستان څخه تول بهرني جنگي ځواکونه ووځي.

جنرال کمبل به په افغانستان کي د امريکايي او ناټو ځواکونو په چوکاټ کي د ايساف ځواکونو مشري هم پر غاړه ولري.

د امريکا پوځ د معلوماتو له مخي جنرال کمبل په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کي د افغانستان په ختيځ کي د ۱۰۱م هوايي غونډ قومانده پرغاړه لرله.

کمبل په ۲۰۱۲ کال کي له يوې ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي ول چي له افغانستان څخه به پرشا کېدل ډېر ستونزمن وي: «ډېره به سخته وي او له عراق سره به ډېر توپير ولري.»

داسي ښکاري چي کمبل به تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د نوي ماموريت دنده پرغاړه ولري. په پلان کي ده چي په راتلونکي عيسوي کال کي به امریکا په افغانستان کي نزدې ۹۸۰۰ عسکر پريږدي، چي دنده به يې له تروريزم سره مبارزه او افغان امنيتي ځواک ته مشوره ورکول وي.

ويل سوي دي چي جنرال جوزف دانفورد چي د ۲۰۱۳ کال له فبرورۍ مياشتي راهيسي په افغانستان کي د امريکايي او نړيوالو ځواکونو قومانده پرغاړه لري، د امريکا متحده ايالاتو د سمندري ځواکونو د قوماندان په توگه پيشنهاد سوی دی.

اوباما د سه شنبې په ورځ په پوځ کي دوو نورو مهمو مقامونو ته نور جنرالان ونومول. ډگرجنرال جوزف وتيل، به د امريکا د ځانگړو عملياتو قومانده پر غاړه واخلي او ستر جنرال بيل گورني، به د امریکا متحده ايالاتو د شمالي قوماندانۍ قوماندان وي.