1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د افغانستان ماموريت په پای کي خپل لښکر وستايه

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۵, جمعه

د امريکا جمهور رئيس په افغانستان کي د ناټو ځواکونو د پوځي ماموريت تر ختمېدو يوه اوونۍ دمخه، د کريسمس په ورځ په «هاوايي» کي له خپل سمندري لښکر سره وليدل او له هغوی څخه ئې د «فوق العاده ماموريت او قربانيو» مننه وکړه.

https://p.dw.com/p/1EACn
انځور: Reuters

بارک اوباما له خپلي مېرمني ميشل اوباما سره د پنجشنبې په ورځ ناوخته ماښام په هاوايي کي د سمندري ځواکونو يوې اډې ته ولاړ او هلته ئې له هغوی څخه په افغانستان کي د ترسره کړي ماموريت مننه وکړه.

هغه راټولو سوو عسکرو او صاحب منصبانو ته په وينا کي وويل: «موږ له ۱۳ کلونو راهيسي په دوامداره جنگ کي يو. په راتلونکې اوونۍ کي به موږ په افغانستان کي خپل جنگي ماموريت ختم کړو.»

هغه زياته کړه: «زموږ د نارينه او ښځينه عسکرو د فوق العاده ماموريت له امله افغانستان اوس چانس لري چي خپل هيواد بيا ورغوي. موږ ډاډه يو چي دغه هيواد به بيا د تروريستانو د يرغلونو د پلان جوړولو اډه ونه گرځي.»

په افغانستان کي د ناټو جنگي ماموريت د رواني مياشتي پر ۳۱ نېټه پای ته رسيږي او د دغه هيواد ټولي امنيتي چاري به افغان امنيتي ځواک پرغاړه واخلي.

اوس هم د وسله والو طالبانو د يرغلونو پر وړاندي د افغان امنيتي ځواک د مقاومت په اړه اندېښنې موجودي دي. د ۲۰۱۵م کال له لومړۍ ورځي به د افغان امنيتي ځواک د روزني او سلا مشورو له پاره د ناټو په مشرۍ يو بل ماموريت پيل سي، چي نزدې ۱۲۵۰۰ بهرني عسکر به پکښې ونډه ولري.

اوباما سمندري ځواک ته وويل: «حتی اوس چي په افغانستان کي اصلي جنگي ماموريت پای ته رسيږي، موږ په نړۍ کي ډېر ستونزمن ماموريتونه لرو، په هغه جمله کي عراق.»

اوباما زياته کړه، چي د امریکا متحدوايالاتو لښکر اوس هم په درسته نړۍ کي د بحران په له منځه وړلو کي اصلي رول لري. هغه وويل: «موږ اوس هم په افغانستان کي عسکر لرو، څو د افغان امنيتي ځواک ملا وتړي. موږ بايد په افريقا کي له خلکو سره مرسته وکړو چي له ايبولا سره مقابله وکړي. موږ په ټوله نړۍ کي خلک ځای پر ځای کړي دي.»

اوباما په هاوايي کي د امریکا سمندري ځواکونو ته د خپلي وينا په وروستۍ برخه کي وويل: «خو نړۍ اوس بهتره سوې، خوندي سوې او سوله ييزه سوې ده، چي دا ټول ستاسو بريالي ماموريتونه او قربانۍ وې.»