1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د افغانستان په هکله د خپلې نوې ستراتيژۍ د پاره څلور ټکي لري

۱۳۸۸ آبان ۲۰, چهارشنبه

د اوباما وياند ويلي، په افغانستان کې د خپلې ستراتېژۍ د ټاکلو په هکله څلور ټکي او منتخبې په نظر کې لري، په داسې حال کې چې پوځي منصبداران بيا وايي، د دې چانس امکانات زيات دي، چې اولسمشر به نور عسکر افغانستان ته لېږي.

https://p.dw.com/p/KTj3
اوباما د خپلو عسکرو سره په افغاسنتان کې
اوباما د خپلو عسکرو سره په افغاسنتان کېانځور: AP

د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي وياند رابرت گېبز د سه شنبې په ورځ په ډاگه کړه، اوباما به پر خپلو څلورو منتخبو باندې د چهار شنبې په ورځ له خپلې امنيتي ډلې سره صلاح مشورې کوي.

جمهوريت غوښتونکي سناتوران غواړي اوباما ته يو ليک واستوي، په کوم کې به چې ورڅخه، افغانستان ته د زياتو سرتېرو او پوځي تجهيزاتو د لېږلو په اړوند د جنرال مک کرستل وړانديز ته د مثبت ځواب غوښتنه کوي.

محمد عارف
کتونکی: يحیی وردک