1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبر اترو د معلوماتو انتظار لری

۱۳۸۹ مهر ۲۸, چهارشنبه

. په سپيني ماڼي کي د سرچينو په حواله، اوباما به مخکي له هغه چي يو انتخاباتي کمپاين ته لاړشي، د خپل ملکي او پوځي مشاورينو سره د افغانستان به باب خبري وکړي.

https://p.dw.com/p/Pidb
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما له خپل ميرمن ميشل اوباما سره د کانګرس لپاره د ديموکراتانو په يوه انتخاباتي کمپاين کي ليدل کيږي
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما له خپل ميرمن ميشل اوباما سره د کانګرس لپاره د ديموکراتانو په يوه انتخاباتي کمپاين کي ليدل کيږيانځور: AP

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما نن (چهارشنبه) په ورځ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرواترو د بهير د پرمختګونو په اړه معلومات تر لاسه کوی. په سپيني ماڼي کي د سرچينو په حواله، اوباما به مخکي له هغه چي يو انتخاباتي کمپاين ته لاړشي، د خپل ملکي او پوځي مشاورينو سره د افغانستان به باب خبري وکړي.

د سپيني ماڼي وياند، رابرت ګيپس، ويلي دي چي د افغان حکومت خبري اتري د طالبانو سره په دی ورستيو کي په ډيرو غونډو کي تر بحث لاندي نيول شوي دي. ده همدا زار ويلي دي چي افغانستان ته د امريکا متحده ايالاتو سفير کارل ايکنبيري او په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو قوماندان جنرال ديويد پيتريوس، به سپيني ماڼي ته د خبرو اترو د بهير د پرمختګونو په هکله معلومات وکړي.

رابرت ګيپس ويلي دي: د پخوا په شان، طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو اترو په باب به د اوباما په نني غونډي کي هم بحث وشي.

جنرال پيتريوس تيره اوني ويلي وه چي دوي د طالبان مشرانو ته اجازه ورکوي ترڅو د خبرو اترو لپاره د ښارونو مرکزونو ته راشي. دغه امريکايي جنرال زياته کړي وه چي د طالبانو يو شمير لوړپوړو چارواکو د افغانستان د حکومت له مشرانو سره په افغانستان او نورو هيوادونو کي ليدني کتني کړي.

په همدي مياشتي کي افغان ولسمشر حامد کرزي د سولی یوی عالي شورا ته واک ورکړ تر څو له طالبانو سره په خبرو اترو کی مینځګړیتوب وکړي اوپه افغانستان کي لس کلني جګړی ته د پاي ټکي کيږدي. خو په همدي حال کي بيا طالبانو د خبرو اترو په بهير کي د برخه اخيستو نه انکار کړي.

اوس محال په افغانستان کي 150000 بهرني پوځيان حضور لري، خو د دي سربيره طالبانو د افغان دولت او بهرنيو پوځيانو پر ضد خپل عمليات پراخ کړي دي.

فرانس پرس/ مسعود جهش

کتونکی: عبدالباري حکيم