1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: د امنيتي تړون لاسليکېدل «تاريخي» پرمختگ دی

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ مهر ۸, سه‌شنبه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما، د سه شنبې په ورځ د کابل او واشنگټن تر منځ د «تاریخي» امنیتي تړون د لاسلیکیدو هرکلی وکړ. د دې تړون له مخې به شاوخوا ۱۰۰۰۰ امریکایي عسکر تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاته شي.

https://p.dw.com/p/1DNr8
انځور: Getty Images/Spencer Platt

ولسمشر اوباما په یوه بیانیه کې ویلي دي: «نن د افغانستان او امریکا د ملگرتیا یوه تاریخي ورځ ده چې زموږ د گډو گټو له پر مخ بېولو او اوږد مهالې سولي سره به مرسته وکړي.»

تر دې دمخه ولسمشر کرزي د دغه تړون له لاسلیکولو څخه ډډه کړې وه او د هغه د لاسليک له پاره یې ځیني شرطونه ټاکلي ول. که دغه تړون نه وای لاسلیک شوی نو په اصل کې باید ټولو بهرنیو ځواکونو د روان کال په پای کې افغانستان پریښی وای.

اوباما په خپله بیانیه کې زیاته کړې ده: «دغه تړون د افغان حکومت له خوا یوه داسي بلنه وړاندي کوي چې له مخې یې هغه اړیکه چې موږ په ۱۳ کلونو کې رامنځ ته کړې ده لا پیاوړي شي.»

په بیانیه کې همداراز روښانه شوې ده چې دغه تړون به امریکایي ځواکونو ته تر ۲۰۱۴ کال وروسته د پاتېدو له پاره قانوني چوکاټ رامنځ ته کړي، څو د اوباما په خبره د القاعدې پاته سوي له منځه یوسي، افغان امنیتي ځواکونه وروزي او تجهیز یې کړي.

اوباما په عین حال کې ټینگار کړی دی چې دغه تړون د افغانستان له نوي حکومت څخه د امریکا متحدو ایالاتو ملاتړ څرگندوي.

هغه زیاته کړې ده: «موږ له نوي حکومت سره د گډ کار کولو ته لاره څارو، چې یوه دوامداره ملگرتیا پیاوړي کړو چې له مخې یې د افغانستان خپلواکمني، ثبات، یووالي او هوسایي پیاوړي کیږي. دغه ټول زموږ له گډ هدف سره چې د القاعدې او د هغې د ملگرو ډلو له منځه وړل دي، مرسته کوي.»

په عین حال کې د امریکا د دفاع وزیر چاک هیگل، په یوه بله بیانیه کې د دغه تړون ستاینه کړې ده او هغه یې مخ پر وړاندې یو مهم گام بللی دی.

راسموسن هم دغه کار ستايلی دی

د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن د سه شنبې په ورځ په بروکسل کي ويلي دي چي د افغانستان او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ امنيتي تړون او په دغه هيواد کي د ناټو د حضور په اړه تړون په لاسليکولو سره دا زمينه برابره سوه چي ناټو ځواکونه هلته حضور ولري.

د راسموسن له خوا په يوه خپره سوې بیانيه کي رغلي دي: «د تړون لاسليکېدل د ناټو د هغه د متحدانو او افغانستان ترمنځ نوي باب پرانستل سو.»

هغه زياته کړې ده چي له ناټو سره د پوځي حضور سند په لاسلیکولو سره داسي ښکاري چي موږ به د ۲۰۱۵ کال له جنورۍ مياشت څخه نوی «روزنيز» ماموريت پيل کړو. هغه دغه راز ويلي دي چي ناټو به تر ۲۰۱۷م کاله پوري د افغان امنيتي ځواک مالي ملاتړ وکړي.