1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د ايران پر کمپيوټري سيستمونو د وايروسونو د بريد امر ورکړی وو

۱۳۹۱ خرداد ۱۳, شنبه
https://p.dw.com/p/156qa

د امريکا د متحده ايالتونو د ولسمشرۍ دفتر د نيويارک ټايمز ورځپاڼي هغه راپور نه منلی او نه ئې هم رد کړی دئ، چي پکښي ويل سوي ول چي ولسمشر باراک اوباما د ايران پر کمپيوتري سيستمونو د ستکس نېټ نومي کمپيوتري وايروس د بريد امر پخپله ورکړی وو.

پدغه راپور کي راغلي ول چي د دغه کمپيوتري وايروسي بريد په ترڅ کي د ايران د ناتان د اټومي دستگاه کمپيوتري سيستم ته سخت زيان رسېدلی وو. د دغه راپور له مخي د ستکس نېټ ضرر رسوونکي کمپيوتري پروگرام د ايران اټومي پروگرام د يو او يونيم کال تر منځ شاته غورځولی وو. د دغه وايروس د شتون په هکله لومړي معلومات په ۲۰۱۰م کال کې خپاره سوي ول.