1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د جان الين ملاتړ وکړ

۱۳۹۱ آبان ۲۴, چهارشنبه

تر هغه وروسته چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الین، د امریکا د استخباراتي ادارې د مشر جنرال دیوید پیتریوس، په عشقي کیسه کې راګیر شو، ولسیمشر اوباما د هغه ملاتړ اعلان کړ.

https://p.dw.com/p/16j51
انځور: AP

د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي وویل، چې جنرال جان الین د جنرال دیوید پیتریوس د عشقي جنجال له کبله تر څېړنو لاندې دی. دغه چارواکي زیاته کړې ده چې پر الین باندې په لګېدلو تورونو کې له میر جیل کیلي سره چې د هغه او جنرال پیتریوس مشترکه ملګرې ده «نامناسبې اړیکه» شامل دي.

د سپیني ماڼۍ ویاند جې کرني د سه شنبې په ورځ وویل: «زه کولای شم ووايم چې ولسمشر اوباما د جنرال الین او په افغانستان کې د هغه د خدمتونو په اړه ډیر ښه نظر لري.»

د جې کرني په خبره ولسمشر اوباما پر جنرال الین باندي «باور لري». هغه زیاته کړه چې سپیني ماڼۍ د جمعې په ورځ په دې اړه خبر تر لاسه کړ چې د پیتریوس په اړه به له جنرال الین څخه هم څیړني وشي.

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا، هم ویلي دي چې پر جنرال الین باندي باور لري. هغه د چهار شنبې په ورځ وویل: «جنرال الین د ایساف د قوماندان په توګه ډیره ښه دنده تر سره کوي.»

د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتو د ادارې پخواني مشر، جنرال دیوید پتریوس، تیره اوونۍ د یوې نامشروع بهرنۍ اړیکې پر لرلو باندي اعتراف وکړ او له دې سره یې یو ځای خپله استعفأ اعلان کړه.

پیتریوس ویلي وو چې له پاولا برادویل سره یې اړیکه لرله. ۴۰ کلنه میرمن برادویل د ښاغلي پیتریوس د ژوند په اړه د کتاب لیکونکې ده.

د امریکا د کورنیو استخباراتو ادارې (FBI) هغه وخت په ناببره د پیتریوس او میرمن برادویل د اړیکې په اړه معلومات تر لاسه کړل چې د پیتریوس او جنرال الین یوې ګډې ملګرې میرمن جیل کیلي FBI ته شکایت وکړ، چې ورته ګواښوونکي ایميلونه استول کیږي. دغه ایملونه میرمن کیلي ته د برادویل له خوا استول کیدل.

وروسته له هغې چې FBI د استول شوو ایميلونو په اړه څیړنې وکړې روښانه شوه چې میرمن برادویل له جنرال پیتریوس سره اړیکي لري.

هغه ایميلونه چې میرمن جیل کیلي ته د میرمن برادویل له خوا استول شوي دي ښيي چې میرمن برادویل د کیلي او پیتریوس تر منځ د دوستي په اړه حسادت ښوولی دی. د والستریت ژورنال په حواله د هغو ګواښوونکو ایمیلونو په ډله کې چې برادویل میرمن کیلي ته استولی دي، په یوه کې یې راغلي دي چې برادویل لیدلي دي چې کیلې «هغه» د میز لاندې په تحریکوونکي ډول لمساوه. البته په دې ایمل کې د کوم چا نوم نه دی اخیستل شوی او یوازي د «هغه» توری کارول شوی دی.

د پیتریوس او میرمن برادویل عشقي جنجال د سه شنبې په ورځ یوه نوي پړاو ته داخل شو. په دې ورځ د FBI مامورينو وویل، چې هغوی په دې خبره پوه شوي دي چې جنرال جان الین میرمن کیلي ته ډیر ایمیلونه استولي دي. تر دې وروسته د الین په اړه څیړنې پیل شوې چې داسي نه چي پوځي قوانین يې تر پښو لاندې کړي وي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي دي چې دغه سازمان د جنرال الین له ۲۰ څخه تر ۳۰ زرو پورې مکالمې تر څیړنې لاندې نیولي دي. د والستریت ژورنال ورځپاڼې ویلي دي چې په دغو مکالمو کې له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ پورې داسې ایمیلونه هم شامل دي چې د جنرال الین او میرمن کیلي تر منځ رد بدل شوي دي.

مسعود جهش (رویترز، فرانس پرس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل