1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د خپلي ترهگرۍ ضد ستراتیژۍ دفاع وکړه

۱۳۹۵ آذر ۱۷, چهارشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د خپلې پاته دورې په اوږدو کې د ملي امنیت پر موضوع وروستۍ وینا وکړه. هغه پر امریکایانو غږ وکړ چې د تروریزم ضد مبارزه کې پر دیموکراتیکو ارزښتونو او قوانینو ولاړ واوسي.

https://p.dw.com/p/2TsUG
USA Präsident Obama besucht MacDill Air Force Base
انځور: Reuters/K. Lamarque

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د دغه هیواد د پوځ د اعلی سر قوماندان په توگه د تروریزم ضد مبارزې له مخینې او په لویه کچه د پوځونو د نه ځای پر ځای کولو دفاع وکړه.

اوباما د پنجشنبې په ورځ د فلوریډا ایالت د هوايي ځواک په مېک ډېل پوځي اډه کې، د ملي امنیت پر موضوع وینا وکړه. هغه وویل چې د تروریزم ضد جگړه باید د مدني حقوقو او د امریکا د دیموکراتیکو ارزښتونو په بیه تمامه نه شي.

اوباما چې د واکمنۍ موده یې په جنوري میاشت کې پای ته رسیږي په خپله وینا کې وویل: «موږ د خپلو ارزښتونو ساتلو وړتیا ته ضرورت لرو او د قانون پر حاکمیت باندې تکیه کول کمزوري نه ده. په اوږده موده کې دا زموږ ستر قوت دی.»

اوباما د ولسمشر په توگه د کار پیلولو سملاسي وروسته د متحدو ایالاتو د مرکزي استخباراتي ادارې یا سي آی اې له لوري د ترهگرۍ په تور له نیول شوو کسانو څخه د تحقیقاتو د تر سره کولو له پاره پر سختو تخنیکونو بندیز لگولی وو. په دې تړاو هغه وویل: «موږ شکنجه ټول وخت او هر چیرې منع کړې وه، په گډون د واټر بورډینگ (په مصنوعي توگه په اوبو کې د انسان غوټه کول).»

خو اوباما د خپلې دې ژمنې په پوره کولو کې پاته راغی دی چې په کیوبا کې د گوانتانامو زندان وتړي. هغه د کانگرس له لوري د گوانتانامو زندان د تړلو مخنیوی د یوې لکې په توگه یاد کړ. اوباما وویل چې متحد ایالات په سونو میلیونه ډالر پر دې ضایع کوي چې تر۶۰ کم خلک د کیوبا په زندان کې وساتي.

اوباما د ملي امنیت پر موضوع په خپله وینا کې وویل چې امریکا متحد ایالات باید د مسلمانانو حقوقو ته په احترام سره خپل ارزښتونه وساتي او شکمن ترهگر په ملکي محکمو کې محاکمه شي.

د ځواکونو راایستل

اوباما په خپلو څرگندونو کې دې ته اشاره وکړه چې په ۲۰۰۹م کال کي د متحدو ایالاتو د پخواني ولسمشر ډبلیو بوش څخه د واک تر لاسه کولو وروسته له عراق او افغانستان څخه یې ډېر سرتیري راایستلي دي. د اوباما د واکمنۍ پر مهال په دغو دواړو هیوادونو کې د امریکايي عسکرو شمیر له ۱۸۰۰۰۰ څخه ۱۵۰۰۰ ته راکښته کړل شو.

ترهگر کمزورې شوې

په عین وخت کې اوباما د تروریزم پر ضد مبارزه کې د خپل دریځ بریا ته اشاره وکړه، هغه دریځ چې د متحدو ایالاتو راتلونکي ولسمشر دونلد ترمپ سخته نیوکه پر کوي. اوباما وویل چې د ده د واکمنۍ پر مهال ترهگره شبکه القاعده سخته کمزورې کړل شوې ده او افراطي ډله «اسلامي دولت» یا داعش پر شا تمبول شوې ده.

اوباما وویل پر امریکايي ځمکنیو ځواکونو د ټول بار اچولو یا په هر هغه ځای کې چې ترهگر راڅرگند شي او د مداخلې هڅه وشي، پر ځای یې د شریکانو یوه شبکه رامنځ ته کړې ده.

دغه څه د عراق په موصل ښار کې په وروستیو کې د تندلارې ډلې داعش پر ضد مبارزه کې ښکاري. د اوباما په خبره داعش پر سترو ښارونو کنترول له لاسه ورکړی دی. اوباما وویل چې دغي ډلي خپله روحیه بايللې ده، خپلو لیکو ته يې د کسانو په جذبولو کې کمښت راغلی دی، قوماندان او بهرني طراحان یې له منځه وړل شوي او ځايي ولس د هغوی پر ضد دی.

ترمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال اوباما او ولسمشرۍ ته د دیموکراتانو کاندیده هیلري کلنټن چې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هم وه د افراطي ډلي «اسلامي دولت» د بنسټگرو په توگه یاد کړي ول، ځکه د ترمپ په وینا د هغوی د بې پروا اقداماتو له کبله دغه تندلارې ډله پیاوړې شوې وه.

نور مطالب: