1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د روسۍ الوتکې د ویشتلو وروسته د زغم له پاره غږ کړی

۱۳۹۴ آذر ۴, چهارشنبه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ترکیې له خوا د سوریې په هوايي قلمرو کې د روسیې د یوې الوتکې د راغورځولو وروسته د ترینگلتیا د راکمولو غوښتنه کړې. هغه د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره تلیفوني خبرې اترې کړي دي.

https://p.dw.com/p/1HC8j
انځور: picture-alliance/dpa/Haberturk Tv Channel

اوباما او اردوغان د ترکي ځواکونو له لوري د روسۍ الوتکې د راغورځولو وروسته د ترینگلتیا د راکمولو پر اړتیا باندې توافق کړی دی. ترکیې ادعا کړې وه چې روسۍ الوتکه د دوی فضايي حریم ته ننوتې وه.

په یوه تلیفوني تماس کې دواړو مشرانو د دغسې پیښو د تکراریدو د مخنیوي پر اړتیا باندې توافق کړی دی. په داسې حال کې چې مسکو او د امریکا متحدو ایالاتو په مشرۍ یو پوځي ائتلاف په سوریه کې په جلا جلا ډول په اصطلاح د «اسلامي دولت» ترهگرې ډلې د یاغیانو مورچلې بمباري کوي.

د تلیفوني خبرو اترو وروسته د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼې له لوري په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي دي: «هغوی [اوباما او اردوغان] د ترینگلتیا د راکمولو پر اهمیت او د دغسو پیښو د مخنیوي په خاطر د ترتیباتو د نیولو په هکله موافقه ول.»

د سه شنبې په ورځ روسي SU-24 ډوله جنگي جیټ الوتکه د دوو ترکي F-16 جنگي جیټ الوتکو له لوري وویشتل شوه. د ترکي چارواکو په وینا روسي پیلوټانو ته د لس واري خبرداري او په ځواب کې یې د هیڅ کوم غبرگون د نه ښکاره کولو وروسته یې دغه الوتکه وویشته.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوري د دې هوډ سره سره چې دغه څه به د ترکیې له پاره «جدي پایلي» ولري د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما هیله څرگنده کړې ده چې «ټول اړخونه له پوره زغم څخه کار واخلي او اراده وکړي چې څرنگه د هغوی گټي خوندي وساتلې شي.»

اوباما او اولاند په سپینه ماڼۍ کې یوه گډ مطبوعاتي کانفرانس ته د وینا پر مهال
اوباما او اولاند په سپینه ماڼۍ کې یوه گډ مطبوعاتي کانفرانس ته د وینا پر مهالانځور: picture alliance/AA/S. Corum

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر هم د اوباما خبرو ته ورته څرگندونې کړي دي. د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون هم د ترینگلتیا د راکمولو له پاره د عاجلو اقداماتو د ترسره کیدو غوښتنه کړې ده.

د خبري آژانسو د رپوټونو له مخې د بشارالاسد په ملاتړ د سوریې په کړکیچ کې د سپتمبر د میاشتې راهیسې د روسیې د پوځي مداخلې وروسته د روسۍ الوتکې ویشتل تر ټولو جدي پیښه گڼل کیږي.

تکراري سرغړونه

د متحدو ایالاتو پوځ د ترکيې د ادعا ملاتړ کړی چې ترکي پیلوټانو روسۍ الوتکې ته خبرداری ورکړی وو. خو کرملین وایي چې روسۍ الوتکه لږ تر لږه د سوریې له هوایي حریم څخه یو کیلومتر وړاندې د الوتنې په حال کې وه.

تیره میاشت د متحدو ایالاتو د دفاع وزارت د روسي الوتکو له لوري د ترکیې د هوایي حریم د نقضولو وروسته د روسي پیلوټانو عمل او تکتیک غندلی وو.

د مسکو پوځي چارواکو ویلي دي چې د ویشتل شوې روسۍ الوتکې دواړه پیلوټان له الوتکې څخه د پاراشوت په واسطه وتلي خو ځمکې ته د راکښته کیدو پر مهال یو پیلوټ د سوریایي یاغیانو له لوري د ډزو په پایله کې وژل شوی دی.

زیاته شوې ده چې دوه څرخي الوتکې چې د پاتې شوو د ژغورلو له پاره د پیښې سیمې ته لیږل شوې وې پر یوې یې یاغیانو ډزې کړي او په پایله کې یې د عملې یو تن وژل شوی چې الوتکه بیړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.

د دغې پیښې د تیریدو څو ساعته وروسته اوباما او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په سپینه ماڼۍ کې په یوه گډ مطبوعاتي کنفرانس کې پر مسکو د «اسلامي دولت» پر ضد مبارزه کې د همکارۍ غږ وکړ، خو پر دې خبره یې ټینگار وکړ چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له ملاتړ څخه لاس واخلي.

په پام کې ده چې اولاند به د پنجشنبې په ورځ له پوتین سره ملاقات وکړي. دغه سفر د اولاند د دیپلوماتیکو هلو ځلو یوه برخه ده چې غواړي د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد د سختې مبارزې له پاره ملاتړ رامنځ ته کړي. نوموړې افراطي ډلې د پاریس د یرغلونو مسوولیت پر غاړه اخیستی وو.