اوباما: د سفیر د وژل کیدو په برخه کې به عدالت وشي
۱۳۹۱ شهریور ۲۳, پنجشنبهاعلان
ولسمشر اوباما ویلي دي چې لیبیا ته امریکا د سفیر او درې نورو امریکایانو د وژل کیدو په پېښه کې به عدالت وکړي.
لیبیا ته د امریکا سفیر او درې تنه نور امریکایان په بن غازي کې د سه شنبې په شپه ووژل شول.
تر دې پېښې وروسته په بن غازي کې د امریکا د سفارت نور کارکوونکي له هغه ځایه څخه راایستل شوي دي.
امریکا په سیمه کې په خپلو نورو ټولو سفارتخانو کې امنیتي تدابیر گړندي کړي دي.
د ملگرو ملتونو سرمنشي او د امنیت شورا په لیبیا کې د امریکا د سفیر وژل کیدل غندلي دي.
پر دې سربیره د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هم دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې ده.