اوباما د سپما پر ځای د اقتصادي ودې غوښتونکی دئ
۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۰, شنبهد متحده ايالتونو ولسمشر باراک اوباما پر هغو اروپايي هیوادونو چې د جي اته غړیتوب هم لري ږغ کړی دئ چي « موږ د دې ننګونې سره مخامخ يو چي خلکو ته روزګار برابر کړو، د يورو پول واحد په زون کي د قرضو د بحران د ختمېدو لپاره کار وکړو او په همدې ډول د نړیوال اقتصاد د رغېدو له پاره هلي ځلي وکړو.» هغه زیاته کړې:
« موږ دې ته خوشاله يو چي د جي اته په غونډه کي به د اروپايي ملګرو هيوادونو سره ګټور بحثونه ولرو، په دې هکله چي د مسئوليته ډکي سپما سره د اقتصاد جګ پرمختګ هم يوځای کړو.»
باراک اوباما دا څرګندونې په کېمپ ډېويډ کي د جي اته هيوادونو د غونډي د پېل څخه تر مخه کړي دي. په جي اته هيوادونو کي متحده ايالتونه، کاناډا، جاپان، روسيه، المان، فرانسه، بريتانيا او اېټاليه شامل دي. د اروپايي ټولنې مشرتابه به هم د جي اته په دغه غونډه کي ګډون وکړي.
د متحده ايالتونو ولسمشر دا اندېښنه لري چي که د يونان هيواد د يورو زون څخه ووزي نو ښايي منفي اغېزې ئې پر متحده ايالتونو هم ولويږي. هغه اندېښنه لري چي د يونان د ممکنه دېواليه کېدو له کبله نړیوال اقتصادي بازارونه يو ځل بيا د ستونزو سره مخامخ کېدلای سي، لکه څنګه چي په ۲۰۰۸م کال د لېمان برادرز نومي امريکايي بانک د دېوالي کېدو سره چي نړیوال اقتصادي بحران پېل سوی وو.
د المان لومړۍ وزيره انګېلا مېرکل د هغو اروپايي مشرانو څخه ده چي غواړي د يورو زون هيوادونه بايد په خپلو کلنيو بوديجو کي کسر راټيټ کړي. تر کومه وخته چي نيکولاس سارکوزي د فرانسې ولسمشر وو نو المان او فرانسې په ګډه سره د اروپا پر اقتصادي سياست زيات اغېز درلود او د سپما لپاره ئې کار کاوه.
خو د فرانسې تازه ټاکل سوی سوسياليست ولسمشر فرانسوا اولاند تر المان د متحده ايالتونو د اقتصادي نظريې سره زيات نزدېوالی لري. اولاند هم د متحده ايالتونو په څېر په دې نظر دئ چي په اروپا کي بايد د اقتصادي ودې له پاره کار وسي. اولاند هم د اوباما سره په ګډه دا اندېښنه لري چي که د يورو پول واحد په غړو هيوادونو کي د سختې سپما پاليسۍ ته دوام ورکړل سي نو ښايي پر نړیوال اقتصاد منفي اغېزې ولرې او په اروپايي هيوادونو کې بې روزګاري زياته سي.
د فرانسې ولسمشر اولاند د جي اته غونډي د پېل څخه تر مخه امریکا ته رسېدلی دئ چيري چي اوباما د هغه تود هرکلی کړی دی. اوباما چي ژر تر ژره د متحده ايالتونو په اقتصاد کې د پرمختګ غوښتونکی دئ، ولي چي د ولسمشرۍ ټاکنې رانزدې دي او غواړي له فرانسې سره په ګډه د يورو هيوادونو پر اقتصادي سياست اغېز ولري.
فرانسه او المان د يورو پول واحد مهم ترينه دوه هيوادونه دي چي تر اوسه پوري ئې په يوه ږغ د يورو زون له پاره اقتصادي لومړيتوبونه ټاکل. دا چې فرانسه به د نوي ولسمشر اولاند په مشرۍ د اروپا د ستري وچې روان اقتصادي سياست ته دوام ورکړي او که به د متحده ايالتونو پلوي پېل کړي، ښايي د وخت په تېرېدو څرګنده سي.
په کېمپ ډيويډ کي به د جي اته د سرمشريزي مهم ترينه موضوع همدغه د يورو زون د قرضو بحران وي، چي له کبله ئې امريکا هم اندېښمنه کړې ده. دا پداسي حال کي ده چي په اروپا کې د يونان تر څنګ د هسپانيې په هکله هم اندېښنې پيدا سوي دي چې يو ځل بيا ئې د يو شمېر بانکونو د قرضو اخيستلو د اعتبار درجې راټيټي سوي دي.
آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: سید ریاض