1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د ناټو تر سرمشريزي دمخه دخپلو امنيتي مشاورينو سره وکتل

۱۳۸۹ آبان ۲۷, پنجشنبه

په لزبون کښي د ناټو په سرمشريزه کي به افغانانوته په 2014 کي د امنيتي چارو د سپارل په اړه يو رسمي او منظم پلان جوړ سي

https://p.dw.com/p/QCmI
انځور: AP

د سپيني ماڼۍ لخوا په يوې خبرپاڼه کي ويل شوي ، چي اوباما د لزبون په غونډه کي تر برخي اخيستو دمخه، د امريکايي پوځيانو، القاعده او طالبانو تر منځ د جګړې په اړه نوي معلومات تر لاسه کړل . دغه خبر پاڼه همدارنګه زياتوي چي د نوو معلومات د ترلاسه کولو څخه وروسته باراک اوباما د لزبون غونډه ته د اماده ګيو پر نيولو تمرکز وکړ . او دا ځکه چي په دغه غونډه کي به نړيواله ټولنه يووار بيا د افغانستان سره ځيني نوي تعهدونه وکړي . په دغو نوو تعهدونو کي به د افغانستان د پوځ روزل، امريکايي او ايساف پوري تړلي پوځي روزونکو د شمير زياتول، د افغانستان امنيتي مسؤليتونه افغاني پوځيانو ته سپارل اود افغانستان سره يو اوږد مهاله همکاري ايجادول شامليږي.

بارک اوباما به نن د لزبون پر خوا حرکت وکړي، چيري چي د ناټو جلسه جوړيږي . په دغه سرمشريزه کي به د افغانستان په اړه خبري وسي .

NO FLASH Nato Lissabon Portugal Gipfel
انځور: picture alliance/dpa

پروسږکال بارک اوباما په افغانستان کي د ميشتو امريکايي پوځيانوتعداد 100000 ته لوړ کړ . ده همدا زار ويلي وه چي په 2011 کال کي به امريکايي پوځيان د افغانستان څخه په وتلو پيل وکړي . په همدې حال کي بيا تيره اونۍ امريکايي چارواکو وويل چي امريکايي سرتيري به تر 2014 کال پوري په افغانستان کي پاته شي . امريکايي چارواکي همدارنګه وايي چي د افغانستان د شرايطو په پام کي نيولو سره به، ددغه هيواد د ټولو ولايتونو امنيتي چاري افغانانو ته وسپارل شي، خو دغه مرحله به په يوه شپه کي تر سره نسي . دا به يوه اوږدمهال پروسه وي .

د نوي پلان د مخي به خارجي پوځيان د هغو سيمو امنيتي مسوليتونه افغانانو ته په راتلونکي کال کي وسپاري، چي افغانان يې کولای سي کنترول کړي . دغه پروسه به تر 2014 کال پوري د ټول هيواد په سطح عملي شي.

آزانسونه / مسعود جهش

کتونکی : محمد قاسم نوري