1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د «نه زغم» پر ضد خبري وکړې

۱۳۹۱ مهر ۵, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي د سه شنبې په ورځ د اسلامي هیوادونو مشرانو د دیني سپکاوي د مخنیوي ږغ پورته کړ. خو ولسمشر اوباما بیا په دې غونډه کې د بیان له ازاديه دفاع وکړه. هغه د امریکا پر سفارتونو باندې بریدونه وغندل.

https://p.dw.com/p/16Eah
انځور: Reuters

اوباما په خپله بیانیه کې د «تاوتریخوالي او نه زغم» پر ضد سختي خبري وکړې. هغه وویل، د نړۍ مشران دنده لري چې په تیرو دوو اونیو کې د امریکا پر سفارتونو باندي د بریدونو پر ضد غږ پورته کړي. خو د اسلامي نړۍ مشرانو بیا پر غربي نړۍ باندي غږ وکړ چې د «اسلام ضد» اعمالو مخه ونیسي.

دغو ټولو جنجالونو تر هغه وروسته زور واخیست، چې د امریکا په کلفورنیا کې داسي یو فلم جوړ شوی دئ، چې د اسلام پیغمبر ته پکښې سپکاوی شوی دئ. که څه هم متحده ایالاتو دغه فلم غندلی دئ خو بیا هم د وروستيو تاوتریخوالو په ترڅ کي په لیبیا کې د دې هیواد سفیر او درې تنه نور امریکایي ديپلوماتان ووژل شول.

د اندونیزیا ولسمشر وویل چې دغه فلم د يوه «دین بدنامولو» د هڅو یوه بله بدرنگه څیره ده. هغه زیاته کړه، چې که ټول د بیان ازادي لري خو ټول وگړي مکلف هم دي چې د ټولني نظم وساتي.

د اردن پاچا، هم اسلام ته د سپکاوي فلم او د هغه له کبله د رامنځته شوي تاوتریخوالي په اړه خبري وکړې. د پاکستان ولسمشر بیا دغه فلم د مسلمانانو پر ضد کرکه وبلله او له ملگرو ملتونو څخه ئې وغوښتل چې د هغه پر وړاندي اقدام وکړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي هم دغه فلم وغانده. هغه وویل چې د اسلام پر ضد کرکه نړیوال ثبات له گواښ سره مخامخ کوي. کرزي زیاته کړه: «دغه ډول اعمال هیڅ وخت د بیان د ازادۍ تر نوم لاندي نه شي توجيه کیدای.»

خو پر دې سربیره ولسمشر اوباما وویل چي هغه د امریکا د اساسي قانون له مخي اجازه نه لري چې پر دې ویدیو باندي بندیز ولگوي. اوباما زیاته کړه: «زه د خپل هیواد د ولسمشر او د پوځ د مشر په توگه هره ورځ له خپلو خلکو ډیري خرابي خبري اورم، خو زه د هغوی د دې حق د ساتلو له پاره ټولي هڅي کوم.»

د اوباما په خبره په تیرو دوو اونیو کې د متحده ایالاتو پر سفارتونو باندي بریدونه نه یوازي د امریکا پر سیاسي دفترونو باندي يرغلونه دي، بلکي پر هغو اصولو باندي بريد دئ چې له مخي ئې ملگري ملتونه رامنځته شوي دي.

اوباما د خپلي ولسمشرۍ دورې په پیل کې ویلي ول، چې له اسلامي نړۍ سره به نوي اړیکي رامنځته کړي خو د عراق او افغانستان جگړې ښايي د دې کار مخه نیولې وي.

دا په داسي حال کې ده چې د مصر ولسمشر محمد مرسي، وویل چې که څه هم په قاهره کې د امریکا ضد مظاهرې رواني دي، خو بیا هم له عربي پسرلي څخه د امریکا ملاتړ کیدای شي چې د اسلامي نړۍ او امریکا تر منځ د دوه اړخیزه احترام یوه بېلگه وي.

اوباما ایران ته گواښ وکړ

اوباما وویل چې امریکا غواړي د ایران د اتومي پروگرام پر سر شخړه له ديپلوماتیکو لارو حل کړي. هغه زیاته کړه: «اجازه راکړی چې ښکاره خبري وکړم. امریکا غواړي دغه شخړه له ديپلوماتیکي لاري حل کړي. موږ باور لرو چې د دې کار له پاره لا اوس هم وخت او امکانات شته، خو وخت نا محدوده نه دئ.»

اوباما وویل: «متحده ایالات به اټومي وسلو ته د ايران د لاس رسي مخه په هر ډول لازم عمل چي ونیسي.»

مسعود جهش (رویترزر، د فرانسې خبرې آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل