1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د نه زغم پر ضد خبرې وکړې

۱۳۹۱ مهر ۵, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16Ed0

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې پر نړیوالو مشرانو باندې غږ وکړ چې د اسلام ضد له کبله د رامنځ ته شوې تاوتریخوالې پر وړاندې سره لاس یو کړي. هغه دغه فلم وغنده خو له اسلامي نړۍ څخه ئې غوښتل چې د بیان ازادي د دیني ازادي د یوې برخې په توگه ومني.

په اسلامي نړۍ کې د اسلام ضد فلم له کبله د رامنځ ته شوو مظاهرو په ترڅ کې په لیبیا کې د امریکا سفیر او درې تنه نور دیپلوماتان ووژل.

اوباما په خپلو خبرو کې همداراز ایران ته د دې هیواد د شخړیزه اتومي پروگرام له کبله گواښ وکړ. د متحده ایالاتو ولسمشر د خپلو خبرو په یوې بلې برخې کې پر نړیوالو باندې غږ وکړ چې د بشار الاسد د گوښه کیدو غوښتنې جارې وساتي.