1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د پاریس د یرغل د قربانیانو درناوی وکړ

۱۳۹۴ آذر ۹, دوشنبه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره یو ځای د پاریس په یرغل کې د وژل شوو قربانیانو درناوی وکړ. اوباما په پاریس کې دی چیرې چې به هغه د ملگرو ملتونو د اقلیم ساتنې په کانفرانس کې گډون وکړي.

https://p.dw.com/p/1HETX
انځور: Reuters

د یکشنبې په ورځ پاریس ته تر رارسیدو وروسته، اوباما د اورلي له هوایي ډگر څخه د باټکلان، کانسرت سالون ته ولاړ چیرې چې هلته د نومبر میاشتې پر ۱۳مه نیټه په یوه یرغل کې ۹۰ تنه وژل شوي وو. د دغه برید مسوولیت افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر غاړه اخیستی وو.

د پاریس له ښاروال سره یو ځای بارک اوباما او فرانسوا اولاند په دغه ځای کې د یادون پر جوړ شوی ځای گلان کښیودل.

سخت امنیتي تدابیر

دوې اوونې تر مخه د پاریس په یرغلونو کې په ټوله کې ۱۳۰ تنه وژل شوي وو. دا په پاریس کې تر نیمایي پیړۍ زیات وخت وروسته تر ټولو خونړی برید وو.

کله چې اوباما د یکشنبې پر ورځ ماښام مهال د باټکلان پر لور د تگ په حال کې وو نو څرخي الوتکو هغه بدرگه کاوه او پولیسو سړکونو بند کړي وو. په پاریس کې د دوشنبې په ورځ د اقلیم ساتنې په هکله د ملگرو ملتونو کانفرانس تر سره کیږي چې پکښې تر ۱۵۰ زیاتو د دولتونو او حکومتونو مشران برخه اخلي. د پاریس تر یرغلونو وروسته د فرانسې په پلازمېنه کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

افغان ولسمشر هم پاریس ته رسیدلی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د یکشنبې د شپې ناوخته د یوه جگپوړي هیئت په راس کې پاریس ته رسیدلی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه خبر له مخې افغان ولسمشر به د اقلیم ساتنې کانفرانس ته چې د ملگرو متلونو په ابتکار جوړ شوی وینا وکړي او د دغه کانفرانس په څنډه کې به د ډیر شمیر هیوادونو له مشرانو سره چې د دغې غونډې گډونوال دي هم وویني.