1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د پيتريوس مشوري واوريدي

۱۳۹۰ خرداد ۲۷, جمعه

د سپيني ماڼۍ ویاند د پنجشنبې په ورځ وويل چي بارک اوباما به د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو د پلان جزييات ژر اعلان کړي. ځکه چي ده جنرال ديويد پيتريوس سره ليدلي او د دې موضوع په اړه يي د هغه وړاندیزونه اوريدلي.

https://p.dw.com/p/11cvi
د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباماانځور: AP

د سپيني ماڼۍ وياند، جي کارني، زياته کړه چي پيترويوس، ولسمشر اوباما او د هغه امنيتي مشاورينو ته د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه خپل وړانديزونه وړاندي کړل.

متحده ايالات غواړي چي په افغانستان کي د خپلو ځواکونو شمير ځکه کم کړي چي په دغه هيواد کي د بوديجې فشار او د افغانستان د لس کلني جګړي د ختميدو غوښتني د هري ورځي په تيريدو سره ډيريږي.

د سپيني ماڼۍ وياند وويل چي په راتلونکې مياشت کي به د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د ايستلو بهير پيل سي. هغه دا هم وويل چي د دغه بهير په اړه جزييات به اوباما په نږدي راتلونکي کي اعلان کړي.

سپينه ماڼۍ تر اوسه پوري د ديويد پيترويس مشورو ته سترګي په لاره ول. اوس چي يي دغه مشوري ترلاسه کړي نو کيدای سي افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د ښکلو جزييات هم اعلان کړي.

اوس مهال متحده ايالات په افغانستان کي څه نا څه 100000 سرتيري لري. وروسته له هغي چي اوباما د امريکا د ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړه هغه افغانستان ته د خپلی نويي ستراتیژۍ په ترڅ کی په دغه هیواد کی د خپلو سرتيرو شمير لوړ کړ.

وروسته له هغي چي اسامه بن لادن په پاکستان کي د امريکايي ځواکونو لخوا ووژل شو، اوس ډيری امريکايان دا نظر لري چي د افغانستان اهميت په دغه هيواد کي د 100000 سرتيرو شتون او د 110 ميلياردو ډالرو کلنۍ بودجه نه شي توجه کولای.

اوس چي په افغانستان کي د امريکايي او ناټو ځواکونو د شتون څخه څه نا څه لس کاله تيریږي، په دغه هيواد کي جګړې تر بل هر وخت ډير زور اخستی.

په افغانستان کي د متحده ايالاتو جګړه، د کاله 110 میلیارده ډالر مصرف لري. د ولسمشر حامد کرزي د حکومت سره د امريکا د ميلياردونو ډالرو مرستی هم متفاوتي پايلي لري.

ځيني کارپوهان وايي چي اوباما کيدای سي د امنيت د انتقال د بهير په لومړی پړاو کی لږ شمير امريکايي سرتيري د افغانستان څخه وباسي. او د ډير شمیر سرتيرو د ښکلو له پاره به یو مهاله پلان جوړ کړي.

ښايي افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو ښکل د دغه هيواد په شرايطو پوري تړلي وي. دا هغه څه دي چي امريکايي چارواکو په وار وار ويلي.

افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو ښکل کيدای شي چي د دغه هيواد په پارلمان کي هغه شمير سناتوران هم آرامه کړي چي د دغه هيواد د جګړي ختميدل غواړي.

د امريکا د دفاع د وزير، رابرت ګيټس، په ګډون نورو امريکايي پوځيانو ګواښ کړي چي که افغانستان څخه په يو وار ډير امريکايي سرتيري و ايستل سي نو دغه په افغانستان کي ورستي لاس ته راوړني د کواښ سره مخامخ کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل