1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: روغه جوړه مو وکړه

۱۳۹۰ مرداد ۱۰, دوشنبه

د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما او د ديموکراتانو او جمهوري غوښتونکو مشرانو د پورونو په شخړه کي سره موافقه وکړه، خو ډيري پوښتني لا تراوسه بي ځوابه پاتي دي

https://p.dw.com/p/127EV
د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما
د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباماانځور: dapd

کله چي د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما د متحده ايالاتو په وخت د يکشنبي په ماښام اعلان وکړ چي د متحده ايالاتو د پور اخيستني د کچي د لوړولو پر سره يوه روغه جوړه نژدي شوي ده، په آسيايي مالي بازارونو کي ورځني کار بار پيل شو. له دي اعلان سره په دغو بازارونو کي د هوسايي احساس وشو.

اوباما وويل:« د کانګرس په دواړو جرګو کي د دواړو ګوندونومخکښومشران يوي موافقي ته ورسيدل. له دغي موافقي سره د دي مخه ونيوله شوه چي امريکا په خپلو الزامي تأدياتو کي پاتي راشي او په اوږده موده کي د پورونو د کمولو لپاره لاره اواره شوه.»

خو اوباما يادونه وکړه چي دا هغه يوه موافقه نه ده چي ده غوښتله.

هغه وویل: «که چيري له ما څخه پوښتنه وشي چي آيا دا هغه يوه روغه جوړه ده چي ما غوښتله، زما ځواب دي نه! په راتلونکو ورځو کي به دا موافقه کانګرس ته وړاندي شي تر څو استازي د هغي په هکله رايي ورکړي.»

اوباما وويل چي ده هغسي يوه روغه جوړه غوښتله چي د ټولنيز سيستم د بدلون او د ماليي د اصلاحاتو په هکله سخت تصميمونه همدا اوس ونيول شي، نه داچي راتلونکو کلونو ته وځندول شي.

خو سره له دي هم په اوسني وخت کي دغسي يوه روغه جوړه چي د امريکا متحده ايالاتو د تأدياتو د ورکړي لپآره لاره بيرته پرانيستله شوه، ولسمشر تري خوښ دي. هغه د سنا د مجلس او د استازو د مجلس په ټولو غړو غږ وکړ چي د خپلو مشرانو په دغي روغي جوړي ته « موافقه راييه» ورکړي.

په سنا کي د جمهوري غوښتونکو غړي، ميچل ميک کونيل وويل: « د کانګرس هر غړي بايد موقع پيدا کړي چي د دغي روغي جوړي په هکله خپل نظر څرګند کړي.»

د دغي موافقي مهم ټکي دا دي:

د امريکا متحده ايالاتو د پور اخيستلو کچه تر 2.4 بليون ( يو بليون زر مليارد) يا 2400 مليارد ډالرو ته لوړه شوه. د پور اخيستلو دغه لوړه کچه د 2012 کال تر پايه پوري کفايت کوي، يعني د متحده ايالاتو د ولسمشري د ر اتلونکو ټاکنو پوري. دغه لوړه کچه بايد ورو ورو د لګښتونو د کمولو سره بيرته راټيټه کړاي شي.

د موافقي سره سم په لومړيو لسو کلونو کي يو بليون يا زر مليارد ډالر سپما وشي. په راتلونکو مياشتو کي د کانکرس يوه نوي کميته به د 1.5 بليون ډالرو د سپما وړانديز وکړي. که چيري کانګرس له دغو وړانديزونو سره موافقه ونه کړي، په سيستماتيکه توګه يو لړ پراخي سپماوي به قانونا نافذ شي چي دواړو ګوندونو ته به سخت سرخوږ پيدا کړي. د بيلګي په توګه د زړو خلکو او د پوځ د منسوبينو روغتيايي بيمي به اغيزمني شي.

د سنا په مجلس کي د ديموکراتاتو مخکښ مشر ، هري رايد وويل: «په دي روغه جوړه کي هيڅ اړخ، هغه څه لاس ته را نه وړل چي په لومړي سر کي يي غوښتل»

ليبرال ديموکراتان په دي نظر دي چي دغي روغي جوړه سره دوي زيات تاوان وکړ، ځکه ټول زور په سپما اچول شوي نه دا چي د نووو مالياتو د لاس ته راوړولو لپاره کوم پلان جوړ شي. په کانګرس کي افريقا نسبه امرکايي استازو وويل: « دا روغه جوړه يو شيطاني ساندويچ دي چي لږ څه بوره يا خوږه ور سره ګډه ده.»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي: سيد رياض