1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما غواړي د ګوانتانامو زندان د تړلو فشار زيات کړي

دويچه ويله/ سید رياض۱۳۹۲ آبان ۱۴, سه‌شنبه

په کیوبا کې د گوانتانامو زندان د امریکا متحده ایالاتو او د دغه هیواد د ولسمشر له پاره یو دایمي شرموونکی فشار دی. اوباما غواړي چې اوس یوه پریکړه وکړي. د دغه زندان د تړلو مخکنی امر اوس باید په بشپړه توگه تطبیق شي.

https://p.dw.com/p/1ABdx
انځور: DW/G.Schliess

د روان کال په می میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ژمنه کړې وه چې د گوانتانامو زندان د تړلو موضوع په اړه به یوه نوې پروسه پیل کړي. خو د بارک اوباما دغه نوی اعلان په گوانتانامو، افغانستان او متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې سي آی اې، په نورو پټو زندانانو کې د یوې بې پرې رپوټ په ترڅ کې د شکمنو ترهگرو د شکنجه کولو او ربړلو تر سیورې لاندي دی.

د بنديانو تبعيد

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په توگه تر ټاکل کیدو پوره پنځه کاله وروسته، اوس اوباما غواړي چې یوې قاطع پریکړي ته ورسیږي. اوباما په لومړي وار د گوانتانامو زندان له پاره د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو د نوو مسؤلینو سره لیدلي دي. د سپینې ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې اوباما «په بشپړه توگه دې ته ژمن دی» چې د امکان په صورت کې ډیر شمیر بندیان نورو هیوادونو ته انتقال شي او په پای کې دغه زندان وتړل شي. کانگریس باید د بندیانو د انتقال په برخه کې وضع شوي محدودیتونه لغو کړي.

اوس د گوانتانامو په زندان کې د ۲۳ هیوادونو ۱۶۴ تنه بندیان دي. د رسنیو د راپورونو په حواله اوس هم ۱۴ بندیانو د نه خوړلو اعتصاب ته ادامه ورکړې ده.

اوباما شکایت کړی دی چې دغه زندان په نړۍ کې د امریکا متحده ایالاتو حیثیت ته تاوان رسوي او پر دې سربیره ډیر لوړ لگښتونه لري. د یوه بندي د کال لگښت نزدې یوه میلیون ډالرو ته رسیږي. د دغه زندان ټول کلنۍ لگښت تقريباً ۲۰۰ میلیونه ډالره (۱۴۸میلیونه یورو) کیږي. په وروستیو وختونو کې متحده ایالا دوه بندیان خپل پلرني ټاټوبي الجزایر ته انتقال کړل.

د شکنجه کولو په اړه نوې رسوایي

پر دې سربیره د هغو زندانانو د وضعیت په اړه چې شکمن ترهگر پکې ساتل کیږي د ویرونکي وضعیت په اړه یوه نوي رپوټ د بارک اوباما اداره تر لا زیات فشار لاندې راوستې ده. په دغه رپوټ کې پینټاگون او سي آی اې د شکمنو ترهگرو په شکنجه کولو او له هغوی سره د ناوړه چلند په ډیرو پیښو کې له ډاکټرانو او نرسانو څخه په گټه اخیستلو تورن شوي دي.

دغه رپوټ «د روغتیا او پرانیستي ټولني د انستیتوت» له خوال د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د نومبر۴) خپور شوی دی. په رپوټ کې راغلي دي چې روغتيا پالو د پوځي او استخباراتي ادارو د فشار له امله د بندیانو په «شکنجه، ظالمانه، غیر انساني او ناوړه چلند» کې «همکاري» کړې ده.

د روغتیا او پرانیستې ټولنې د انستیتوت د یوې پروژې له پاره د روغتیا، اخلاقو، حقوقو او پوځي چارو کارپوهانو د دوو کلونو په موده کې دغه موضوع څیړلې ده. دغه کارپوهان یو لړ سختو موندنو ته رسیدلي دي او هغه دا چې په گوانتانامو، افغانستان او د سي آی اې په نورو پټو زندانونو کې ډاکټرانو او نرسانو له داسي میتودونو سره «همکاري» کړې ده چې د قربانیانو له پاره «د سخت درد وړ گرځیدلي دي.»

د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر میاشتې د یوولسمې تر پیښې وروسته د گوانتانامو زندان د جوړولو امر کړی وو. په یوه وخت کې په دغه زندان کې ۲۴۲ شکمن کسان بندیان ول.