1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما له جمهوري غوښتونکو سره پر گډ کار ټینگار وکړ

مسعود جهش (AFP, AP, dpa, Reuters)۱۳۹۳ آبان ۱۵, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، ویلي دي چې هغه به د کانگرس له مشرانو سره کار وکړي. دا په داسې حال کې ده چې دیموکراتانو د ولسمشري دورې د نیمایي په ټاکنو کې په سنا کې هم اکثریت له لاسه ورکړ.

https://p.dw.com/p/1DiCv
انځور: Reuters/Larry Downing

ولسمشر اوباما د چهارشنبې په ماښام (د نوامبر ۶مه) په داسې حال کې یو خبري کنفرانس ورکړ چې گوند یې د کانگرس په دواړو خونو د سنا او استازو مجلسونو، کې اکثریت جمهوري غوښتونکو ته وبایله. د ولسمشرۍ دورې د نیمایي په ټاکنو کې جمهوري غوښتونکو د سنا مجلې له نویو لږ تر لږه اووه څوکیو په گټلو سره د گانگرس په دواړو خونو کې اکثریت حاصل کړ.

ولسمشر اوباما په سپینه ماڼۍ کې جوړ شوي خبري کنفرانس ته وویل: «د ولسمشر په توگه، زه یو مسوولیت لرم چې هڅه وکړم ترڅو هر څه کار ورکړي.» هغه زیاته کړه: «له دې کبله ټولو هغو کسانو ته چې رایې یې کارولي دي وایم، چې غواړم تاسو پر دې خبره پوه شئ چې زه تاسو درک کوم.»

اوباما په خپلو خبرو کې د دواړو گوندونو تر منځ پر گډ کار ټینگار وکړ او ویې ویل: «حقیقت خو دا دی چې زه اوس هم پر هغه څه باور لرم چې شپر کاله مخکې مې د ولسمشر په توگه د ټاکل کیدو پر مهال ورباندې باور لاره. زه په دې اند یم چې موږ د یو شمیر سرو او شنو ایالیتونو څخه ډیر څه یو. موږ متحده ایالات یو.»

اوباما وویل چې د کانگریس د دواړو خونو له مشرانو سره به گډ کار وکړي. د دغو دواړو خونو مشرانو جمهوري غوښتونکي دي. هغه وویل: «هغه څه چې اوس د امریکایانو له پاره مهم دي، د دغه پیام بیا تکرارول دي [...] کارونه سر ته ورسوئ. زموږ د اندیښنو په اړه اندیښنه ولرئ.»

ولسمشر اوباما په عین حال کې ټینگار وکړ چې د روان کال تر پایه پورې به د کډوالو په قانون کې د بدلون راتلو له پاره خپل کار ته دوام ورکړي. هغه روښانه کړه چې که کانگرس په دې برخه کې هغه ته د قانون وړاندېز ونه کړي نو دغه هدف ته به د خپل اجرائیه وي صلاحیت له لارې ورسیږي چې د کانگرس تایید ته اړتیا نه لري. هغه وویل: «هر اجرائیه وي اقدام چې زه ترسره کوم د کانگرس د اقداماتو په واسطه یې ځای نیول کیدای شي. تاسو ما ته د قوانینو داسې وړاندیزونه راواستوئ چې زه یې لاسلیک کړای شم، نو دغه اجرائیه وي اقدامات به له منځه ولاړ شي.»

جمهوري غوښتونکو د کانگرس له ۱۰۰ څوکیو څخه لږ تر لږه ۵۲ وگټلې. اوس چې جمهوري غوښتونکي د کانگرس په دواړو خونو کې اکثریت لري، هغوی د دې چانس لري چې د اوباما د ځینو پلانونو مخه ونیسي. دا په تیرو اتو کلونو کې لومړی ځل دی چې جمهوري غوښتونکو د کانگرس په دواړو خونو کې اکثریت ترلاسه کړی دی.

اوباما خپله ولسمشري په داسې حال کې پیل کړه چې دیموکراتانو د کانگرس د دواړو خونو کنترول په لاس کې لاره. خو اوس چې یې دوره پای ته رسیدونکې ده گوند یې په هيڅ خونې کې اکثریت نه لري. تر اوباما مخکې د جمهوري غوښتونکي ولسمشر جورج بوش، په دوره کې هم عینې سناریو رامنځ ته شوې وه.