1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما له روحاني سره تليفوني خبري کړي دي

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ مهر ۶, شنبه

د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر اوباما او ايران ولسمشر روحاني د تیلفون له لاري یو له بل سره خبرې کړې دي. دا له ۱۹۷۹ کال راهیسې لومړی وار دی چې د ایران او امریکا دولتي مشران یو له بل سره ږغیږي.

https://p.dw.com/p/19pwf
U.S. President Barack Obama talks with Iranian President Hassan Rouhani during a phone call in the Oval Office at the White House in Washington September 27, 2013. U.S. President Barack Obama and new Iranian President Hassan Rouhani held the historic phone call on Friday, in the highest level conversation between the estranged nations in more than three decades. Speaking to reporters at the White House, Obama said both men had directed their teams to work expeditiously toward an agreement on Iran's nuclear program. REUTERS/Pete Souza/The White House/Handout via Reuters (UNITED STATES - Tags: POLITICS TPX IMAGES OF THE DAY) ATTENTION EDITORS - THIS IMAGE HAS BEEN SUPPLIED BY A THIRD PARTY. IT IS DISTRIBUTED, EXACTLY AS RECEIVED BY REUTERS, AS A SERVICE TO CLIENTS. FOR EDITORIAL USE ONLY. NOT FOR SALE FOR MARKETING OR ADVERTISING CAMPAIGNS
Barack Obama telefoniert mit Hassan Rohaniانځور: Reuters

اوباما په سپینه ماڼۍ کي خبریالانو ته وویل: «دغه اوس مي د ایران د اسلامي جمهوريت له ولسمشر روحاني سره د تلیفون پر کرښه خبري وکړې. موږ دواړو پر هغو هلوځلو باندي بحث وکړ چې له مخي یې د ایران د اتومي پروگرام په اړه یوې موافقې ته د رسیدو هڅې کیږي. ما له ولسمشر روحاني سره په خبرو کې پر هغو خبرو باندي ټینګار وکړ چي په نیویارک کې مي (د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په خپله وینا) کي یادونه و کړه.»

اوباما د ایران د اتومي شخړې د حلیدو په اړه وویل: «زه باور لرم چې اوس د یوې پریکړي له پاره اساسات شته. د ایران مذهبي مشر د اتومي وسلو د جوړولو پر ضد یوه فتوا ورکړې او ولسمشر روحاني هم دا خبره څرگنده کړې ده چې هیواد به یې هیڅکله هم اتومي وسلې جوړې نه کړي. »

په عین وخت کی اوباما وویل چی نړیواله ټولنه له اټومي انرژۍ څخه د ملکي استفادې له پاره، د نړۍ د نورو هیوادونو په شان، ایران هم حق لري: «ما هم دا خبره روښانه کړې ده چې موږ د ایران د خلکو د هغه حق درناوی کوو چې له مخي یې د هغوی سوله ییزي اتومي انرژۍ ته لاسرسی دی. خو دغه کار باید په هغه صورت کې وشي چې ایران خپل مسئولیتونه پوره کړي. په دې ترتیب سره نو معنی لرونکي، روڼ او د تائید وړ اقدامات ډیر مهم دي چې کولای شي په هغو تحریمونو کې هم نرمښت راولي چې اوس پر ایران باندي لگېدلي دي.»

د ایران له اسلامي انقلاب راهيسي دا لومړی وار دی چي د امریکا او ایران ولسمشران یو له بل سره تماس نیسي. له لوېديځ سره د ایران اړیکي د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د واکمنۍ پرمهال، په خاصه توګه د ایران د اتومي پروګرام پر سر سختي کړکېچني شوې.

حسن روحاني د ایران د ولسمشر په توگه د کار له پیل راهیسې یو ‍څه نرم دریځ ښوولی دی. هغه نیویارک ته تر سفر دمخه د ایران د اتومي شخړې پر سر په خبرو اترو کې د گډون له پاره د خپل هیواد لیوالتیا څرگنده کړه. روحاني وویل چې هیواد یې د اتومي وسلو د جوړولو نیت نه لري او ټینگار یې وکړ چې د تهران اتومي پروگرام یوازې سوله ییز اهداف لري.

تهران دغه شان څرګندوني تر دې دمخه هم کړي وې. خو نیویارک ته په خپل سفر کي نوي ولسشمر په ښکاره توګه وویل چي تهران د اتومي لانجې د «رښتيني حل» غوښتوونکی دی. روحانی د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چي په دې برخه کي باید د ایران او نړیوالي ټولني ترمنځ د اعتماد فضا پیاوړې شي.

د ايران اټومي پروگرام
د ايران اټومي پروگرام

د امریکا متحده ایالاتو په شمول لویدیځ پر ایران باندي سخت اقتصادي بندیزونه لګولي دي. روحاني د خپل ریاست له پیل څخه مخکي ژمنه کړې وه چي هغه به د ولسمشر په توګه ایران له اوسني ناخوال اقتصادي وضعیت څخه ژغوري.

هغه د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په حاشيه کې خبریالانو ته د تهران او واشنګتن تر منځ اړیکو ته اشاره وکړه او ويې ویل: «زموږ هدف د دواړو هیوادونو تر منځ گډي گټې دي. زموږ هدف د ستونزو له منځه وړل او گام په گام د خلکو او دولتونو تر منځ د اعتماد رامنځ ته کول دي.»

روحاني روښانه کړه چې هیواد به یې د اتومي شخړې د ختمولو په موخه خپل پلان د پنځه جمع یو هیوادونو په راتلونکې غونډه کې چې د اکتوبر میاشتې پر ۱۵ او ۱۶ نېټه پلان شوې ده، وړاندې کړي.

اوس نو د امریکا متحده ایالاتو او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ته دنده سپارل شوې ده چې د اتومي پروگرام په اړه په لوړه کچه خبرو اترو له پاره لاره اواره کړي.

خو د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د اړیکو د عادي کیدو پر وړاندي نه یوازي د تهران اتومي پروګرام ، بلکي ځیني سیمه يیزي موضوعگاني هم شته. ایران د سوريې د واکمن بشارالاسد له رژیم او په لبنان کي د حزب الله له ډلي، چي د اسرائیلو سرسخته دښمن دی، ملاتړ کوي. اوباما وویل چي تراوسه لا وختي دی چي د دوړاو هیوادونو د نژديوالي خبره وشي:

«په داسې حال کې چې زموږ پر وړاندي ډیري ستونزي موجودي دي او بریا په هیڅ صورت کې تضمین نه ده، خو زه باور لرم چې موږ یوې هر اړخیزي حل لاري ته رسیدای شو.»