1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: موږ غواړو په آسيا کي ځانګړی رول و لوبوو

۱۳۸۸ آبان ۲۴, یکشنبه

د آسیا-الکاهل سیمه د امریکا لپاره له سیاسي او اقتصادي لحاظه خورا اهمیت پیدا کوي. په همدی وجه جمهور رییس بارک اوباما په توکیو کي په خپلي وينا کي اعلان وکړ، چي امریکا به د دې سیمی له هیوادونو سره له نژدی همکاری وکړي...

https://p.dw.com/p/KXTf
بارک اوباما د جاپان د لومړی وزير يو کيو هاتي ياما سره په توکيو کي د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال
بارک اوباما د جاپان د لومړی وزير يو کيو هاتي ياما سره په توکيو کي د مطبوعاتي کنفرانس پر مهالانځور: AP

داهغه یو وینا وه چی د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما یو ځل بیاله جاپان سره د دو اړخیزو اړیکو پر اهمیت باندی تینګار وکړ. د نړیوال تروریزم پر ضد مبارزه کي د جاپان د نوی حکومت د پوځي ملاتړ د پای ته رسیدو او په اوکیناوا کي د امریکايي سرتیرو د استقرار پر سر د نوو خبرو اترو د غوښتونوسره سره، اوباما په خپله وینا کي هیڅ ډول شکایت یا ګیله په خوله را نه وړه.د هغه پر ځای، وویل:

« له هغه ورځي چی ما خپله دنده پیل کړی، مونږ تل په دی لاره کی هڅه کړی چی د خپلو هیوادونو تر منځ اړیکی مو نوری ټینګی کړو. مونږ نه یواځي دا اړیکی ټینګی کړی دی، بلکه هغه مو نوری هم ژوری کړی . مونږ یو بل سره خوښه وکړه چی په اوکیناوا کی د امریکایی سرتیرو د استقرار پر سر بدلون باندی له سره کتنه وکړو.»

د چاپان د حکومت نوی مشر، یوکیو هاتویا له متحده ایالاتو له جمهور رییس څخه له دی زیات انتظار نه شی کولای.اوباما په توکیو کی خپلی وینا کی چی د کنسرت په یو ستر سالون کی یی وړاندی کړه، نه یواځي د جاپان په هکله خبری وکړی. دی وینا کی هغه آسیا ته د خپل ټول سفر په پروګرام باندی رڼا واچوله، هغه یوه سمیه چی د اوباما لپاره خورا اهمیت لری.

هغه په ډاګه وویل، چی په نړیوالو مالی سازمانونو کی آسیایی دولتونو ته زیات وزن منل شوی دی. اوباما وویل، په همدی وجه متحده ایالات غواړی چی د الکاهل په سیمه کی په راتلونکی کی ستر نقش ولوبوی:

«دا هغه یوه سیمه ده چی مونږ ور سره سوداګری لرو او خپلی دیر مصرفی اجناس دلته رانیسو. دا هغه یوه سیمه هم ده چی هلته د هستوی وسلو سیالی په کی روانی دی، هغه یو سیالی چی سیمه یی له خطر سره هم مخامخه کړی ده. سره بیر پر دی د آسیا د سیمی د قدرتونو له مرستی څخه پرته مونږ نه د خپلو انرژی ستونزو او نه اقلیم ستونزو ته د حل لاره موندلای شو. د آسیا - الکاهل د سیمی د یو هیواد په توګه امریکا متحده ایالات انتظار لری چیی د دغو ستونزو د حل پر سر بحث کی هم برخه واخلی . او مونږ به په اوسنیو تأسیساتو کی په پوره ونډی سره برخه واخلو او همکاری وکړو.»

د توکیو په وینا کی اوباما له شمالی کوریا څخه وغوښتل چی د ګوښه توب لاره خوشی کړی. دا هیواد کولای شی چی له پوره پرمختیایی او اقتصادی مرستو څخه له برخه من کیدو سره، د نړیوالی ټولنی غړی وګرځي. خو اوباما وویل چی د دی کار لپاره شمالی کوریا باید په خپل سیاست کی بدلون راوړی؟

په برما کی د مطلق العنان حکومت ته په اشاری سره د متحده ایالاتو جمهور رییس وویل چی دی حکومت لا تراوسه هغو لاره چارو ته چی ورته ښودلی شوی دی، پام نه دی کړی. په دی وجه سړی باید په برما کی پوځیانو ته د روانی وضعی په هکله په ډاګه خبری وکړی. په دی اړه اوباما د بشری حقونو اهمیت ته اشاره وکړه، هغه څه چی د اقتصادی ودی لپاره یو مهم شرط دی.دغه ډول غیر مستقیمه اشاره د امریکا متحده ایالاتو جمهور رییس چین ته هم وکړه.

« د نړی هیڅ دولت او هیواد نه شی کولای چی په یواځیتوب سره د ۲۱ پیړی ننګونو سره لاس او پنجه نرمه کړی. د امریکا متحده ایالات او چین دواړه په دی لاره کی په ګډه دیر ښه کار کولای شی.» د یو وروستی رپوټ له مخی اوباما د چاپان له سفر څخه وروسته سنګاپور ته رسیدلی دی چیرته چی د آسیا - الکاهل د سیمی د دولتو په سر مشرایزه کی ګډون کوی.

Kujath, Peter/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل