1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: ټول هيوادونه برابر حقوق لري

۱۳۸۸ مهر ۲, پنجشنبه

د ملګرو ملتود عمومي اسامبلي په غونډه کښي د امريکا دمتحده ايالاتود جمهور رييس بارک اوباماپه لومړنۍ بيانيه کښي څرګنده کړه ،چي نړۍ بايد پر يوه نوې خوا حرکت وکي...

https://p.dw.com/p/Jnyb
د امريکا جمهورريس بارک اوباما د ملګرو ملتونو په اسمبلۍ کي د وينا پر مهال
د امريکا جمهورريس بارک اوباما د ملګرو ملتونو په اسمبلۍ کي د وينا پر مهالانځور: AP

دغه نوی عصر او زمان بايد پر ګډو علاقه منديو او يو دبل په مقابل کي پر احترام باندي ولاړ وي،ځکه :

« هيڅ دولت نسي کولای او نه بايد کوښښ وکي ،چه پر نورو دولتو باندي مسلط او باداري وکي. يو داسي جهاني نظم چه په هغه کښي يو ملت او ولس پر نورو باندي لوړ او حاکم وي ، هيڅ برياليتوب نلري . »

ددغي جملې څخه وروسته د روسېې جمهوررييس ميدويديف هرکلی وکۍ . د بارک اوباما بيانيه په ښکاره ډول د پخواني جمهور رييس بوش د سياست پر خلاف وه. د بوش برعکس پر بارک اوباما باندي په وارو وارو چک چکي کيدلې. ده په خپله وينا کښي وويل چه دولتونه ددې انتخاب لري ،چه آيا پرابلمونه نور هم زيادوي ،او که په ګډه سره عمل کوي ، او پدې ډول د ملګرو ملتو اصطلاح ژوندۍ ساتي. دی وايي:

« څلور پايې موجودي دي ،چه په هغه باندي زموږ د اولادو آينده مربوطه ده : د اټومي وسلو نه پراختيا او بې وسلې کول ، د سولي او امنيت وده ، د مځکي د کرې ساتل او داسي بين امللي اقتصاد چه ټولو انسانانو ته مساوي چانس پلاس ورکي.»

بارک اوباما د ايران او شمالي کوريا په باب وويل ،چه دواړه دولتونه بايد د مسؤليت سره مخامخ او مجازات سي ،چه که بين امللي قواعد نه مراعتوي . ده په دغه اړه ددواړو دولتو سره د هغوی اټومي شخړو ته اشاره وکړل .

د امريکا جمهور رييس چه يوه ورځ مخکي يې د اسراييلو دصدراعظم بنيامين نيتانياهو او د فلسطين دجمهوررييس محمود عباس سره کتلي وه ، وويل چه د منځني ختيځ په لانجه کښي پرمختګ ويني ،خو دواړه خواوو ته يې خبرداري هم ورکۍ:

« موږ د فلسطينيانو څخه د پخوا په ډول غواړو چه د اسراييلو په مقابل کي تحريکاتو ته خاتمه ورکي ،او تاکيد کوو،چه دامريکا متحده ايالات د يهودي ناقلينو دپاره د اسراييلو دوامداره د کورونو جوړولو سياست په رسميت نه پيژني . »

پداسي حال کښي چه د امريکا دمتحده ايالاتو دجمهور رييس بارک اوباما د بيانيې پر وخت د ملګرو ملتو دعمومي اسامبلې تالار ډک ؤ ، بيا د ايرا د جمهور رييس محمود احمدي نژادد بيانيې پر مخت ډير خالي و. کله چه محمود احمدي نژاد پر اسراييلو باندي سخت انتقاد وکۍ، نود امريکا، جرمني او نورو اروپايي دولتواستازي د تالار څخه ووتل . محمود احمدي نژاد وويل:

« دا دمنلو وړ نده چه يو کوچنی افليت دي د نړۍ د زيادتري برخي پر سياست ،اقتصاداو کلتور باندي مسلط وي ، او پدې وسيله يې د مريتوب يو نوی شکل رامنځته کړي وي ،او هم يې د نورو دولتواو هم امريکا او اروپايي هيوادو پرستيژ راکښته کړی وي ،تر څو خپلو راسيسټي غوښتنو ته رسيدلی وي .»

خو ده ډيالوګ او خبرو اترو ته هم تياری وښوۍ. د بارک اوباما تر بيانيې وروسته د ليبيا جمهور رييس قضافي خبري وکړلې . ده وغوښتل چه د ويټو حق له منځه ولاړ سي ، ځکه چه هغه د ملګرو ملتو د منشور مطابق ندی ،او غړو ته يې بې اندازې ډير حقوق ورکوي. ده دغه حق د نورو نوو هيوادو دپاره هم رد کۍ . خو د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلې په اوسنۍ جلسه کښي د امنيت د شورا او پدې وسيله د ويټو د حق د پراخيدو موضوع هم شامله وه .

Bergmann, Christina/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل