1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما پر ايران باندي احتمالي بنديزونه ويټو کوي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۲۹, جمعه

سپيني ماڼي ويلي دي چي د امريکا د کانګرس د ۲۶ تنو سناتورانو له هغي لايحې سره چي له مخي يې پر ايران باندي نوي بندوزنه لګيږي مخالف دي. د سپيني ماڼۍ يوه وياند ويلي دي چي که دغه لايحه تصويب سي اوباما به هغه ويټو کړي.

https://p.dw.com/p/1AdqR
انځور: picture alliance/empics

د سپيني ماڼۍ وياند جي کارني، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر ۱۹) خبريالانو ته وويل، که چيري د سنا مجلس پر ايران باندي نوي بنديزونه تصويب کړي، جمهور رييس بارک اوباما به د سنا مصوبه «ويتو» کړي.

هغه يادونه وکړه چي د امریکا حکومت په وارو وار کانګرس ته ويلي دي چي اوس پر ايران باندي د نونو بنديزونو وخت نه دی. هغه روښانه کړه، په هغه صورت کي چي له ايران سره د نړيوالو خبري ناکامه سي، غرب کولای سي پر دغه هيواد باندي تازه بنديزونه ولګوي.

جي کارني، دغه څرګندوني د امريکا د ديموکراتانو او جمهوري غوښتونکو د ۲۶ تنو سناتورانو د خبرو په غبرګون کي کړي دي. دغو سناتورانو سنا مجلس ته پر ايران باندي د نوو بنديزونو د لګولو لايحه وړاندي کړې ده.

د امريکا په سنا کي د بهرنيو اړيکو کمېټې رييس رابرت منندز، چارلز شامر، مارک کرک او په سنا کي د ديموکراتانو دريم مقام له ۲۳ تنو نورو سناتورانو سره ټينګار کوي چي دغه لايحه يوازي هغه مهال د تطبيق وړ ده چي که ايران د ژنيو په خبرو اترو کي سرغړونه وکړي يا دا چي که دغه اوسنۍ خبري ناکامه سي.

دغو سناتورانو په سنا مجلس کي د بنديزونو د لايحې د طرحه کولو پرمهال وويل چي پر ايران باندي د اوسنيو بنديزونو فشار دغه هيواد د خبرو اترو مېزته راکش کړی دی. پر دغه هيواد باندي د سختو بنديزونو لګولو فشار کېدای سي ايران له غرب سره په صداقت خبرو ته راوګرځي.

احتمال کيږي چي دغه لايحه به په څو اوونيو کي د سنا مجلس ته د رای اچوني له پاره وړاندي سي. خو د کار پوهانو په اند د دغي لايحي د تصويبېدو چانس ډېر ضعيفه دی، ځکه چي د دغي لايحي پر وړاندي مقاومت په سنا مجلس کي چي د غړو تعداد يې سل تنه دی ډېر زيات دی.

د سپيني ماڼۍ وياند وويل: «موږ فکر نه کوو چي دغه اقدام ته دي اړتيا وي، موږ فکر نه کوو چي دغه لايحه به رای اچوني ته وړاندي سي، که چيري دا کار وسي، نو جمهور رييس اوباما به يې ويټو کړي.»

«ديپلوماسۍ ته چانس»

د اوباما ادارې او د کانګرس يو شمېر غړيو پر ايران باندي له نوو بنديزونو سره خپل مخالفت اعلان کړی دی. د امریکا متحده ايالاتو د حکومت له نظره په اوس وخت کي د ايران پر وړاندي هر ډول اقدام کولای سي د ايران او (۵+۱) هيوادونو د خبرو اترو فضا ته زيان ورسوي.

د سپيني ماڼۍ په اند د بنديزونو ګواښونه کيدای سي د دې سبب وګري ځي چي ايران هغه يوه بهانه ونيسي او له خبرو اترو څخه مخ واړوي.

په سنا کي د ديموکراتانو د ګوند لس تنه غړي چي هر يو يې د يوې ګمېټي رييس هم دی پر ايران باندي د نوو بنديزونو له لګولو سره سخت مخالف ښوولی دی او ويلي يې دي چي د هغه مخنيوی به کوي. هغوی ويلي دي چي د «سپيني ماڼۍ» له اوسني سياست سره ځکه موافق دي چي د ايران د اټومي شخړي له منځه وړلو ته دي «د ديپلوماسۍ له لاري» د حل لاره پيدا سي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چي که د امریکا کانګرس يې پر هیواد باندي تازه بنديزونه ولګوي دا به نو د هغه توافق د نابودۍ له پاره اقدام وي چي د روان کال د نوومبر مياشتي پر ۲۶ نېټه د ايران او نړيوالو قدرتونو ترمنځ په ژنيو کي رامنځته سو.