1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: پر ايران باندي په يرغل کي له بیړې څخه کار مه اخلئ

۱۳۹۰ اسفند ۱۳, شنبه

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما ويلي دي چي احتمال سته د اړتيا په صورت کي د ايران د اټومي پروگرام پر ضد له زور څخه کار وا خيستل شي.

https://p.dw.com/p/14EOY
انځور: Reuters

ولسمشر بارک اوباما د اتلانتيک نومي مجلې سره په مرکه کي د ايران پر وړاندي د امريکا پخوانی دريځ يو ځل بيا تکرار کړی دئ. اوباما ويلي دي چي امريکا د دې اجازه نه سي ورکولای چي ايران دي د اتومي وسلو څښتن سي. د متحده ايالاتو د ولسمشر دغه څرگندونې د اتلانتيک مجلې د جمعې د ورځي په گڼه کي خپرې سوي دي.

اوباما ويلي دي چي د ايران د اتومي دستگاو پر ضد پوځي عمليات تر ټولو وروستی گام دئ. نوموړي ويلي دي چي « زه يوازي لفظي اخطار نه ورکوم.»

د متحده ایالاتو ولسمشر په خپلو خبرو کې وړاندې ويلي دي چي د ايران پر ضد بنديزونه له اټکل څخه زيات اغیزمن تمام سوي دي. د نوموړي په وينا دغه بنديزونه د ستونزي د دوامداره حل په لاره کي د يوه ښه چانس مانا ورکوي.

د اسرائيل لومړی وزير نتنياهو چي د کاناډا په سفر دئ ويلي دي چي «اسرائيل د بل هر هيواد په څېر د داسي چا څخه د ځان د دفاع کولو حق لري، چي د اسرائيل، د له منځه وړلو ته هوډمن دئ او د اسرائیل د له منځه وړلو لپاره کار کوي.»

د اسرائيل د لومړي وزير په وينا نړۍ وال بايد د ايران د خبرو په پلمو نور ځان تېرنه باسي. « نړۍ واله ټولنه بايد د ايران په دغه لومه کي ځان راگیر نه کړي.» دا پداسي حال کي ده چي ايران څو ورځي مخکې د خپل اتومي پروگرام په هکله خبرو ته چمتو والی ښوولی وو.


بارک اوباما په خپلو وروستيو څرگندونو کي پر اسرائیل ږغ کړی دئ چي د ايران د اتومي دستگاو پر ضد د بريد په هکله دي د بیړې څخه کار نه اخلي.

د امريکا حکومت دا بېره لري که چیرې د ايران پر ضد خپله لهجه لا تنده نه کړي نو ښايي اسرائيل د ايران پر اټومي دستگاو پوځي بريد وکړي. دا پداسي حال کي ده چي ايران وايي اتومي پروگرام ئې سوله ییز او ملکي موخي لري.

په پام کې ده چې نتنیاهو به د مارچ د میاشتي پر پنځمه نېټه د متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره وگوري.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: سيد رياض