1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: پر سوريې باندي د بريد پريکړه به کانګرس کوي

نجيب الله زيارمل (آژانسونه)۱۳۹۲ شهریور ۹, شنبه

داسي ښکاري چي په سوريه کي به پر هدفونو باندي بمبارۍ وځنډيږي. د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما، اعلان وکړ چي پر سوريې باندي د بريد په اړه به د دغه هيواد په کانګرس کي رايي تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/19ZdG
GettyImages 178936505 WASHINGTON, DC - AUGUST 31: (AFP OUT) U.S. President Barack Obama (R) joined by Vice President Joe Biden delivers a statement on Syria in the Rose Garden of the White House on August 31, 2013 in Washington, DC. Obama states that he will seek Congressional authorization for the U.S. to take military action following the events in Syria. (Photo by Kristoffer Tripplaar-Pool/Getty Images)
Barack Obama äußert sich zu Syrien am Samstag den 31. Augustانځور: Kristoffer Tripplaar-Pool/Getty Images

داسي ښکاريده چي ډير ژر به پر سوريې باندي پوڅي بريد وسي. خو اوس د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما اعلان وکړ، چي پر سورې باندي د بريد په اړه به د کانګرس څخه اجازه وغواړي. اوباما د شنبې په ورځ د سپيني ماڼې د ګل ګلابو په باغ کي په يوه لنډه وينا کي وويل چي هغه د کانګرس د اجازې پرته هم دغه پريکړه کولا سوای. هغه وويل: «خو موږ باید پر دې باندي بحث وکړو.»

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما له خپل مرستيال سره یو ځای په دغه لنډه وينا کي پر سوريې باندي د پوځي بريد ټينګار وکړ. هغه وويل چي د امريکا متحده ايالات هر وخت پوځي يرغل ته تيار دي. خو هغه زياته کړه چي وخت اجازه نه ورکوي. هغه وويل چي دغه بريد کيدای سي «سبا، يوه اوونۍ وروسته يا يوه مياشت وروسته» تر سره سي.

اوباما وويل چي د بشارالاسد رژيم په يوويشتمه پيړۍ کي «د کيمياوي وسلو د استعمال د تر ټول ناوړه بريد» جواب ويونکی دئ. هغه وويل چي د بشارالاسد رژيم په زهرجن ګاز سره تر زرو تنو زيات انسانان ووژل چي په هغوی کي ډيری يې کوچنيان ول. «له بشريت سره دغه شان بې احترامي باید بې جوابه پاته نه سي.»

او باما وويل چي د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت ادره هم له خطر سره مخامخ ده. پر سوريې باندي په بريد کي بايد نه يوازي د زهرجن ګاز د استعمال مخه ونيوله سي، بلکي بايد د کيمياوي وسلو د پراختيا وخه ونيوله سي. اوباما وويل چي «بريد به لنډمهاله وي.» جمهور رئيس يو وار بيا د مځکني ځواک د لېږلو خبره رد کړه.