1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: په افغانستان کي د ډله ايزي وژني ځېړنه کوو

۱۳۸۸ تیر ۲۲, دوشنبه

پر افغانستان باندي د متحده ايالاتو په مشري د نړيوال ځواک له هجوم څخه وروسته د 2001 د نومبر په مياشت کي د طالب بنديانو په دله ايزه وژنه باندي لاس پوري شو...

https://p.dw.com/p/ImRE
«هغه څه چي ما له خپل امنيتي ټيم څخه وغوښتل چي سرته يي ورسوي، دا دي، چي زما له پاره حقايق راټول کړی»
«هغه څه چي ما له خپل امنيتي ټيم څخه وغوښتل چي سرته يي ورسوي، دا دي، چي زما له پاره حقايق راټول کړی»انځور: AP

دامريکا متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما په يوه مرکه کي چي نن خپريږي وويل، چي هغه د هغو هڅو په هکله دپلټني امر ورکړی، چي په افغانستان کي په يوه پيښه کي د بندي طالبان د ډله ايزي وژني په اړه د پلټني مخنيوی کړی دی.

د نيويارک ټايمز ورځپاني د جمعې په ورځ رپوټ ورکړ چي د متحده ايالاتو د پخواني جمهور رييس جارج ډبليو بوش د حکومت لوړ پوړو چارواکو، په نوموړې پېښه کي د FBI، د بهرنيو چارو د وزارت او پنتاګون د جلا جلا پلټنو د مخنيوی سپارښتني کړي دي.

د نيويارک ټايمز رپوټ وايي، چي هغوی غوښتل په 2001 کال کي د څه نا څه 2000 بندي طالبانو د وژني پېښه پټه وساتي،ځکه چي دغه وژنه د يو افغان جنرال، عبدالرشيد دوستم چي دCIA په پیرول کي شامل ؤ، په امر شوي وه.

اوباما، د اونۍ په پيل کي افريقايي هيواد ګانا ته د سفر په ترڅ کي CNNته وويل: «دا نښاني چي په دې برخه کي مناسبه پلټنه نه ده شوې، د هغه پاملرنه په دې وروستيو وختو کي ورته اړول شوي ده. »

هغه زياته کړه:« نو په دې وجه هغه څه چي ما له خپل امنيتي ټيم څخه وغوښتل چي سرته يي ورسوي، دا دي، چي زما له پاره حقايق راټول کړی، هغه چي معلوم دي، کله چي دغه حقايق مو راټول کړل، بيا به وګورو چي په دې موضوع کي څه کولاي شو.»

اوباما هغي تلويزوني شبکې ته چي د دوشنبې د ماخستن پر لسو بجو د هغه دا مرکه خپروي، وويل:« زه فکر،کوم، تاسي پوهيږي، چي ټول ولسونه مسووليتونه لري، حتي د جګړې په وخت کي هم.»

د متحده ايالاتو جمهور رييس وويل: « او که چيري داسي ښکاره شي چي زموږ کړو وړو په يو ډول د جګړې له قوانينو څخه سرغړوني کړي دو، نو زه فکر کوم، څرنګه چي تاسي پوهيږي، موږ بايد په دي هکله پوه شو.»

د دوستم مليشو له خاصو امريکايي ځواکونو سره له نژدې کار کاو او د هغه وخت د شمال نومي ايتلاف يو غړي ؤ.
د دوستم مليشو له خاصو امريکايي ځواکونو سره له نژدې کار کاو او د هغه وخت د شمال نومي ايتلاف يو غړي ؤ.انځور: AP

د فرانس پرس خبري آژانس چي له CNN سره د اوباما د دغه مرکې د يوې برخي څخه په خپل دغه جوړ شوي رپوت کي يادونه کوي، چي د افغانستان دغه پياوړي، قوماندان، جنرال دوستم په هغه وخت کي د دغه هيواد د شمال د يوې برخي کنترول په خپل لاس کي درلود، هغه په اتياومه لسيزه کي د شوروي د اشغال په موده کي د شورويانو متحد ؤ. خو وروسته يي د امريکايانو خوا ونيوله او د سپتمبر د يولسمي نيټې له حملو څخه وروسته يي له متحده ايالاتو او CIA څخه پوځي مرستي او ملاتړ لاس ته راوړ.

د دوستم مليشو له خاصو امريکايي ځواکونو سره له نژدې کار کاو او د هغه وخت د شمال نومي ايتلاف يو غړي ؤ، کوم ايتلاف چي متحده ايالاتو سره يي د طالبانو په نسکورولو کي مرسته وکړه.دوستم همدا راز د جمهور ريس حامد کرزي په حکومت کي د يو لوړپوړي پوځي چارواکي په توګه کار کاوه.

پر افغانستان باندي د متحده ايالاتو په مشري د نړيوال ځواک له هجوم څخه وروسته د 2001 دنومبر په مياشت کي د طالب بنديانو په دله ايزه وژنه باندي لاس پوري شو.

د رپوټونو له مخه، په لومړي سرکي په کندز کي د يوې ستري نښتي څخه وروسته طالب بنديان د جنرال دوستم د ځواکونو له خوا ونيول شول او د ادعاو له مخه ترانسپورتي کانتينرونو ته واچول شول او پريښودل شول چي نفسونه يي قيد شي، يا په کانتينرونو باندي ګولي واورول شوې. له هغي وروسته په يو ډله ايز قبرکي خښ کړل شول. د وژل شووکسانو شمېر له څو سو تر څو زرو پوري ښودل کيږي.

د امريکا متحده ايالاتو Massachutts په ايالت کي د کامبريج نومي بشري حقونو د ډلي، ډاکترانو دغه ډله ايز قبر د 2002 کال د جنورۍ په مياشت کي وموند.

په پېښه کي د نوموړي بشري ډلي د ډاکترانو د څيړنيز پلاوي مشر، Nathaniel Raymond، په يو بيان کي وويل: «جمهور رييس اوباما رښتيا وايي چی د جګړي د قوانينو سرغړونکي که امريکايان وي او که افغانان بايد تر څارني لاندي ونيول شي.»

هغه زياته کړه: « که چيري د اوباما اداره ومومي چي په پيښه يک جنايي جرم شوي دي، هغه کسان چي مسوول دي - که امريکايي او افغان چارواکي وی - هغوي بايد په قانوني توګه تعقيب شي.»

دRaymond وويل چي سپينه ماڼي بايد د يو جنايي څارنوال له ټاکلو څخه ملاتړ وکړي تر څو د متحده ايالاتو له خوا د ربړوني د کار اخيستلو پيښي وڅاري او همدا رزا د يو خپلواک کميسيون په ټاکولو باندي لاس پوري کړي چي په پيښه کي ټول حقايق راټول کړي.

AG/ AFP/عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل