1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: په افغانستان کې سختې ورځې مخکې لرو

۱۳۹۱ خرداد ۱, دوشنبه

په شیکاگو کې د ناټو د دوه ورځنۍ سرمشرییزې په لومړۍ ورځ متحده ایالاتو او ملگرو ئې گډ دریځ غوره کړ چې د افغانستان جگړه به په دوو کالو کې پاې ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/14zCW
انځور: Reuters

په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان څخه د نړیوالو پوځي سرتیرو د راایستلو او د لویدیځو هیوادونو له خوا د افغان پوځ د روزولو او د دوې د مالي مرستو په سر خبرې کیږي.

د دغې سرمشرییزې له پیل څخه مخکې د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له خپل افغان سیال حامد کرزي سره هم لیدلي دي. تر دغې لیدنې کتنې وروسته اوباما وویل چې دوی په دې باوري دي چې پر سمه لاره روان دي او د ناټو له دغه سرمشرییزي څخه څرگنديږي چې نړۍ د دوی له خوا د ټاکل شوې ستراتیژۍ ملاتړ کوي.

ولسمشر حامد کرزي له اوباما سره په خپلو خبرو کې وویل چې ملت ئې په افغانستان کې د روانې جگړې پاې ته د رسیدو په انتظار دئ. هغه زیاته کړه چې افغانستان نه غواړي چې د متحده ایالاتو او د نورو لویدیځو هیوادونو د اوږو د سر پیټی شي.

تیره ورځ د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند له بارک اوباما سره د لیدو پر وخت وویل چې له افغانستان څخه به د روان کال تر پایه پورې خپل سرتیري راوباسي. خو د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن وویل چې له افغانستان څخه به د پوځونو په راایستلو کې له بیړي څخه کار وا نخیستل شي.

د متحده ایالاتو ولسمشر اوباما وویل چې د متحده ایالاتو او ملاتړو پر وړاندې ئې لا هم سختې ورځې پرتې دي. هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د انسانانو وژنه دوام لري او په راتلونکې کې لا سختې ورځې پر مخ پرتې دي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جان الین، وويل چې د امنیت د لیږد بهیر په دې معنی نه دئ چې گواکې دوی به په جگړه کې برخه نه اخلي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې افغانانو ته د مسئولیت تر سپارلو وروسته دوی پوره باور لري چې روانه جگړه به ادامه ومومي.

طالبانو تیره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره له هغو هیوادونو څخه چې ځواکونه ئې په افغانستان کې په جگړه بوخت دي وغوښتل چې د فرانسې لاره تعقیب کړي او له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

د شیکاگو په دغه غونډه کې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري هم گډون کړی دئ. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنتن د پاکستان له ولسمشر اصف علي زداري سره لیدلي دي چې د اکمالاتي لارې د خلاصولو پر سر خبرې اترې وشي. د سپنې ماڼۍ چارواکو ویلي دي چې په دې اړه کوم جوړجاړي ته نه دي رسیدلي خو دغه خبرې اترې مثبتې وې.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی:مسعود جهش