1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما په قاهره کي د اسلامي نړۍ په نامه خپله مشهوره بيانيه ورکړه

۱۳۸۸ خرداد ۱۴, پنجشنبه

د امريکې د متحده ايالتونو مشر بارک اوباما، د نږدې ختيز او اورپا له يو شمېر هېوادونو څخه د کتني په پيل کې، پرون سعودي عربستان ته تللی وو او هلته يې له ټولواک ملک عبداله سره وکتل ...

https://p.dw.com/p/I3YB
اوباما په قاهره کښي د جمهوررييس حسن مبارک سره د کتني پر وخت
اوباما په قاهره کښي د جمهوررييس حسن مبارک سره د کتني پر وختانځور: AP

د دوی په کتنه کې په خاص ډول د افغانستان او پاکستان د حالاتو پر څرنگوالي باندي خبري وشوې، او اوباما وروسته له کتنې څخه خبريالانو ته وويل، چې دواړو اړخونو په يو شمېر موضوعگانو کې پرمختگ سره کړی دی . اوباما د دې سفر په لړ کې نن د پنجشنبې په ورځ د مصر پلازمېنې قاهرې ته ورسېد او د هغه هېواد د اولسمشر حسن مبارک لخوا په رسمي او نظامي تشريفاتو سره ورته هرکلی وويل شو. له هغه وروسته سمدلاسه دواړه مشران خبرو ته سره کښيناستل .

له کتنې وروسته اوباما د قاهرې په نامتو ماڼۍ القبه کې خبريالانو ته څرگنده کړه : موږ د اسرائيلو او فلسطنيانو پر حالاتو باندي بحث سره وکړ. موږ په دې هکله سره وغږېدو، چې سيمې ته د صلحې او نيکمرغۍ راوستلو په منظور کومه لاره غوره کړو.

بارک اوباما وړاندې وويل، زه غواړم په راتلونکو مياشتو او کالونو کې هم له اولسمشر سره صلاح مشورو ته دوام ورکړم . حسن مبارک بيا څرگنده کړه، موږ هر څه سپين او پرته له قيد او شرطه سره په ډاگه وويل . د ايران او سيمې حالات او نور ورپوري اړه لرونکې موضوعگانې .

د مصر حکومت په پلازمېنه کې د اوباما له ورتگ سره زياتي برخي تړلي وې او د امريکې د مشر د تگ د لارې شااوخواوې يې مرمت او سپينې رنگ او پاکي کړي وې . يواځي د قاهرې د پوهنتون مرمت، چېرته چې اوباما وينا کوله، 2مليونه امريکايي ډالره تمام شوی وو.

اوباما یوه ورځ دمخه په سعودي عربستان کښی
اوباما یوه ورځ دمخه په سعودي عربستان کښیانځور: AP

له حسن مبارک سره تر کتنې وروسته اوباما او هلري کلنټن په قاهره کې د سلطان حسن 600کلن لرغونی جومات وکوت . د سپيني ماڼۍ د وينا ليکونکي بين روديز Ben Rhodes خبريالانو ته جوته کړه، اولسمشر په رښتيا سره هم چې دا فرصت له اسلامي نړۍ سره د روغې جوړې يوه ښه فرصت بولي . د روديز له قوله اوباما تر وروستۍ لحظې پوري پر خپله وينا کار کاوه او وروسته له وينا به دلرغونو اهرامو څخه کتنه کوي او د پنجشنبې په ماښام به د جرمن د درسدن د ښار په لور روانيږي .

اوباما د آلمان په وخت 12 بجو او 10 دقيقو د قاهرې د الازهر په پوهنتون کې خپله وينا پيل کړه. نوموړي د خپلې وينا په لومړيو لحظو کې حاضرينو ته اسلام عليکم وويل او پر دې يې اقرار وکړ، چې که دئ اوس عيسوی هم دئ، خو مور او پلار يې له کالونو کالونو راهيسې مسلمانان وه .

اوباما په ډاگه کړه، زه قاهرې ته راغلی يم چې د اسلامي نړۍ او عربو تر کت د ښو اړيکو يو نوی فصل پرانيزم . اوباما دې ته هم اشاره وکوله چې امريکه هېڅکله له اسلام سره په جگړه کې نه وه او نه به وي . ده امريکه او اسلام سره تړلي وبلل او ويې ويل چې اسلام د امريکې د تاريخ يوه پاڼه جوړوي . د ده له قوله امريکه لومړی هېواد وو چې د مراکش خپلواکي يې په رسميت وپېژندله .

د امريکې مشر په ډاگه کړه، دا اسلام او اسلامي نړۍ وه چې لويديز ته يې په خپلو پوهو سره د پرمختگ او رينوسانس لاره پرانسته . د ده له قوله په امريکه کې 7 مليونه مسلمانان په دموکراته توگه سره خپل مذهبې سنت پر ځای کوي او 1200 جوماتونه په امريکه کې موجود دي .

اوباما د افغانستان په اړوند په ډاگه وويل، چې موږ هلته نظامي هډه نه جوړوو، بلکه د ترهگرانو له ماتولو څخه وروسته به سمدلاسه خپل عسکر بېرته کور ته راولو. ده دا انسان وژونکي د زغم وړ ونه بلل .

اوباما هر ډول غير انساني عمل د بنديانو په وړاندې وغانده او ويې ويل چې له همدې کبله مې د گوانتانامو د بندلو امر ورکړی دئ .

د امريکې مشر د اسرائيلو او فلسطنيانو په اړوند، د اسرائيلو تاريخي ناورين ته په اشاره کولو سره وويل، دی د اسرائيلو او فلسطنيانو د پاره د دوو هېوادونو د منځ ته راتگ پلوی دئ او پرته له دې نه بله د حل لاره نه ويني . ده دا کار هم د اسرائيلو، هم د فلسطنيانو، هم د اسلامي نړۍ، امريکې او جهان په گټه وباله .

اوباما د ايران اتومي پروگرامونو ته گوته ونيوله او ويې ويل امريکه له ايران سره د روغي جوړي لاره لټوي، خو ايران ورسره د کش سر رانيولی دی .

اوباما دموکراسي، د مذهب آزادي او د ښځو حقونه د نړۍ له مهمو موضوعگانو څخه وشمېرل او څرگنده يې کړه، ښځو ته بايد د دوی په خوښه سره د ژوند کولو اجازه ورکړل شي . خو دا يې هم وويل، که چېري يوه ښځه ونه غواړي چې خپل څادر ليري کړي، هغومره د اندېښنې وړ خبره نه ده، خو که له زده کړي څخه انکار کوي، نو بيا يې خپل بشري حق تر پښو لاندې کړی دی.

اوباما 47 دقيقې و غږېد او د اورېدونکو له خوا په چک چکو سره بدرگه کېده.

dpa/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري