1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما په ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسید

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ خرداد ۴, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د یکشنبې په ماښام ناوخته په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسید. ویل شوي دي چې اوباما غواړي په دې سفر کې د امریکا متحده ایالاتو له سرتیرو سره وویني.

https://p.dw.com/p/1C6e5
انځور: Reuters

اوباما له واشنگټن څخه تر الوتنې دیارلس ساعته وروسته د بگرام هوایي ډگر ته ورسید. د بگرام هوايي ډگر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو اصلي اډه بلل کیږي.

اوباما په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې په امریکا متحده ایالاتو کې پر هغه باندې د بهرني سیاست له کبله نیوکې شوې دي. د اوباما سیاسي مخالفین پر هغه باندې د سوریې، اوکراین او روسیې په برخه کې د ضعیفه سیاست د خپلولو له کبله انتقادونه کوي.

پلان شوې ده چې اوباما به د چهارشنبې په ورځ په «ویست پاینت» کې یوې پوځي اکاډمې ته د وینا پر مهال پر خپل بهرني سیاست باندې نیوکو ته ځوابونه ورکړي.

دا افغانستان ته د ولسمشر اوباما څلورم سفر دی. پلان شوې ده چې هغه ته به په افغانستان کې د ایساف د ماموریت مشر جنرال جوزف دانفورد، معلومات ورکړي. پر دې سربیره به اوباما به افغانستان کې د خپل سفیر مشورو ته هم غوږ شي ترڅو بالاخره په دې اړه چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې څومره امریکایي سرتیري میشت وي، یوه پریکړه وکړي.

اوباما به د خپل سفر پر مهال له امریکایي سرتیرو سره خبرې وکړي. هغه به همداراز له هغوی ټپي شویو امریکايي ځواکونو لیدنه وکړي په آلمان کې بستري دي.

ویل شوي دي چې اوباما د کابل له چارواکو او یا هم له دغه ښار څخه د لیدو پلان نه لري. دا چې هغه به د خپل سفر پر مهال د بگرام په هوايي ډگر کې له افغان چارواکو سره وویني او که نه، ښايي وروسته روښانه شي.

د ملي امنیت په برخه کې د ولسمشر اوباما د مشاور مرستیال بین رودیس، ویلي دي چې افغانستان ته د اوباما تر رسیدو یوازې څو ساعته مخکې ولسمشر کرزي ته په دې اړه خبر ورکړل شوی وو.

په وروستیو وختونو کې د ولسمشر اوباما او کرزي د ادارو تر منځ اړیکې ترینگلې شوې دي. ولسمشر کرزي د هغه تړون له لاسلیکولو څخه ډډه کړې ده چې له مخې به یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې یو شمیر امریکايي سرتیري اډې ولري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب