اوباما په يو ناڅاپي سفر افغانستان ته رسېدلی
۱۳۸۹ آذر ۱۲, جمعهد نړيوالو خبري آژانسونو د رپوټونو له مخه د متحده ایالاتو ولسمشر د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره په دط سفر کي مخامخ ښایی ونه ويني.
اوباما په لومړي سر کي د متحده ايالاتو له لوړ پوړو پوځي چارواکو او امريکايي سرتيرو سره ويني.
تردې مخکي په رپوټونو کي وويل شول چي هغه کابل ته رسيدلی دی، خو امريکايي چارواکو وويل، اوباما د بګرام په هوايي هډه کي کوزي شوي او هلته پاته کیږي.
د يو بل خبر له مخه د خرابي هوا له امله هغه کابل ته له سفر کولو څخه ډه ده کړي ده.
امريکايي چارواکو وويل چي ښايي هغه د افغان ولسمشر حامد کرزي سره د ويدويي تيلفون له لاري خبري وکړي.
د متحده ايالاتو ولسمشر په داسي وخت کي افغانستان ته د جمعي په ورځ ورسید چي سپيني ماڼۍ د چهارشنبط په ورځ وويل، د اوباما اداره د افغانستان پر ستراتيژي غور پيل کړی.
اوباما يو کال د مخه دغه ستراتيژي په لاره واچوله او اوس په دط هکله ارزونه پيل سوې، چي آيا هغه تر کومه ځايه خپلو ټاکولو هدفونو ته رسيدلې ده.
افغانستان ته د 30 زرو اضافي سرتیرو استول د دغي ستراتيزۍ محوري برخه ول تر څو یاغیانو ته ماته ورکړي او له افغانستان څخه د امریکایی سرتیرو د وتلو لپآره لاره هواره سي.
د بلي خوا د ولسمشر اوباما سفر د ويکيليکس د نړيوالي انترنيټي پاڼي له خوا د هغو ديپلوماتي ليکونو او سندونو له بربنډولو سره جوخت سوي چي د افغانستان په شمول له نورو متحدينو سره د واشنګتن اړيکي تر پوښتني لاندي راوستي دي.
اوباما په خپل هيواد کي تر فشار لاندي دی ترڅو د افغانستان کابو نهه کلني ناخوالي جګړي کي چي د سل ګونو امريکايي سرتيرو د ژوند په بيعه تمامه سوې، پرمختګ او برياليتوب ښکاره کړي.
په افغانستان کيت د سرتيرو سره په دې ليدني کتني سره اوباما غواړي چي د خپلي ستراتيژي د ارزوني لپاره د لومړي لاس معلومات تر لاسه کړي.
آژانسونه:عبدالباري حکيم
کتونکی: رتبيل شامل