1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما په کینیا کې د خپلې پلارنې کورنې سره ولیدل

آژانسونه/ بریښنا صابر۱۳۹۴ مرداد ۳, شنبه

د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما کینیا ته د خپل سفر لومړی ماښام د خپلې پلارنې کورنۍ سره تیر کړ. انتظار کیږي چې د ولسمشر په توگه په خپل لومړي سفر کې به اوباما د سوداگرۍ او د تروریزم ضد تگلارو په اړه خبرې اترې وکړي.

https://p.dw.com/p/1G4VU
بارک اوباما په کنیا کې له خپلې پلارنې کورنې سره د ماښام ډودي په وخت کې
بارک اوباما په کنیا کې له خپلې پلارنې کورنې سره د ماښام ډودي په وخت کېانځور: Reuters/J. Ernst

په داسې حال کې چې رسنیو په خپلو رپوټونو کې په کینیا کې د اوباما پر کورنۍ تمرکز کړې، د امریکا حکومت پر دې ټنیگار کوي چې کینیا ته د اوباما د سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو لا پسې پراخول دي.

په پام کې ده چې د شنبې په ورځ به د کینیا او امریکا ترمنځ د الشباب ترهرگرې ډلې پر ضد مبارزه کې چې د القاعدې د شبکې یو ښاخ دی، د لا زیاتې همکارۍ په اړه خبرې اترې ترسره شي. د الشباب ډله د کینیا د پلازمینې نایروبي په یوه پلورنیز مرکز کې د بمي بریدونو مسئولیت لري چې ۶۷ انسانان په کې وژل شوي ول. دغه ډلې په دې وروستیو کې د سومالیا پولې ته څیرمه پر یوه پوهنتون هم برید وکړ او ۱۴۸ محصلین او استادان یې ووژل.

په پام کې ده چې اوباما به په کینیا کې د نړیوالو متشبثینو سرمشریزه چې د ۲۰۰ زیات امریکايي پانگه اچوونکي په کې گډون کوي، هم پرانیزي. نوموړی به تر دې وروسته د ولسمشر اوهورو کینیاتا سره چې د جزا د نړیوالې محکمې له خوا پرې د ۲۰۰۷م کال د لانجمنو ټاکنو پر وخت د بشریت ضد جنایت د ترسره کولو تورونه لگول شوي ول، هم وگوري. خو د کینیا پر ضد دغه تورونه بیا د دسمبر په میاشت کې بیرته واخیستل شول. د ولسمشر په توگه خپل پلارني هیواد ته دا د اوباما لومړی سفر دی.

وورستۍ سفر په ۲۰۰۶م کال کې

د ملینونو کینیايي وگړو له خوا د تود هرکلي وروسته اوباما د جمعې ماښام په کینیا کې د خپلې کورنۍ سره تیر کړ. د نایروبي په یوه هوټل کې اوباما د هغې ښځې سره ولیدل چې دې ورته «انا» وايي او د «مما ساره» یا «ساره مور» په نامه هم پیژندل کیږي. نوموړې د ده د فقید پلار په لویه ولو کې مرسته کړې وه. اوباما دغلته د خپلې ناسکه خور ایوما او د کورنۍ د نزدې نورو ۳۰ غړو سره ولیدل. دغه لیدنه کتنه د هغه هوټل په رستوران کې چې اوباما په کې دیره دی، په یوه ډيره صمیمي فضا کې ترسره شوه.

بارک اوباما په کنیا کې له خپلې پلارنې کورنې سره د ماښام ډودي په وخت کې
بارک اوباما په کنیا کې له خپلې پلارنې کورنې سره د ماښام ډودي په وخت کېانځور: Getty Images/AFP/S. Loeb

په دې ترڅ کې د اوباما ناسکه خور ایوما وویل چې که پلار یې ژوندی وای نو پر دې به یې ډير ویاړ کولې چې زوی یې د امریکا ولسمشر دی.

کینیايي میراث

د افریقا له پاره د بحران د نړیوالې ډلې مرستیال مشر ای جی هوټندورن د اسوشیتد پریس خبري آژانس سره په خبرو کې وویل: « زه فکر نه کوم چې کینیایان اوباما ته د یوه افریقايي امریکايي په سترگه گوري. بلکې دوی دی یو کینیايي امریکايي گڼي.»

اوباما کینیا سره د خپل پلار بارک اوباما (مشر) له درکه تړاو لري. نوموړي په ډيره ځوانې کې خپل ټاټوبې پریښې وو او د درس له پاره هاوايي ته تللې وو او هلته یې د اوباما مور ستینلي این دونهان سره پیژندلگلوي وشوه. کله چې اوباما دوه کلن وو نو پلار یې هاوايي پریښوده او او د هارورډ پوهنتون ته ولاړ چې نوموړې بیا هغه ځایه څخه بیرته کینیا ته ستون شو. ولسمشر اوباما خپل پلار بیا یوازې یو ځل، کله چې دی لس کلن وو، ولید. پلار یې بیا ډير ژر په ۱۹۸۲م کال کې په یوه ترافیکي پیښه کې ووژل شو.

د بارک اوباما پلار یو اقصاد پوه وو چې د خپل هیواد د هغه وخت د ولسمشر جومو کنیاتا سره یې د قبایلو د ویشلو او فساد د تورونو له امله مخالفت درلود او له همدې امله د ولسمشر له خوا د دندې گوښه شو. نوموړې بیا په شرابو روږدي شو او پاتې ژوند یې په بې وزلۍ کې تیر کړ.