1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما کوښښ کوي چي هيواد ته د نفتو په واريداتو کي کمی راولي

۱۳۹۰ فروردین ۱۱, پنجشنبه

د نفتو د واريدولو بندول، هغه شعار و چي بارک اوباما د خپلي دندي په پيل کي ور کړی وه. دا هغه هيله ده چي د نړۍ د يو لوی قدرت لپاره نوې نه ول، بلکي د هغه څخه دمخه ريچارد نيکسون هم په اويايمي لسيزي کي يادونه کړې ول.

https://p.dw.com/p/REF9
د امریکا جمهورريس بارک اوباما
د امریکا جمهورريس بارک اوباماانځور: AP

امريکا متحده ايالات د خپل اړتيا وړ ۶۰ فيصده نفت د بهر څخه واردوي . د پطرولو په واردولو کي د کمي راوستلو بحثونه وروسته تر هغي راپورته کيږي، چي په عربي نړۍ کي کړکيچونه او په جاپان کي اتومي فاجعه رامنځته شوه.

د امريکا په متحده ايالاتو کي مصرفوونکي د پطرولو په بيو کي لوړ والی د تيلو په ټانکونو کي ډير ښه احساسولای سي. ځکه چي پټرول په يو ليتر کي۷۰ سنته لوړ سوي دي. دا چي پخوا به هميش په امريکا کي د تيلو بيه ټيټه وه او اوس لوړه شوي، دا د امريکي د متحده ايالاتو اقتصادي پرمختګ ته زيان رسوي او د ۲۰۱۲ کال په انتخاباتو کي د اوباما د کاميابي چانس کموي.

د امريکا ولسمشر په پام کي لري چي د راتلونکي ۲۵ لکونو په جريان کي د پاکي انرژي د مصرونکو شمير د ۴۰ فيصدو څخه ۸۰فيصدو ته لوړه کړي. چي دغه انرژي به د هوا ، اوبو، لمر، او بيولوژيکي شيانو څخه ترلاسه کيږي. خو په دي کي ځمکنی ګاز، د ډبرو سکاره او اتوم هم شامل دي.

اوباما کوښښ کوي چي امريکا د هغو هيوادونو د کتار په سر کي ودروي چي د بديلۍ انرژي څخه په زياته پيمانه کار اخلي.

په واشنګټن کي د ( پيو – د افکارو د تحقيقاتو د انستيتيوت) د موسسي په حواله ، د امريکي متحده ايالات د انرژي د بديل څخه د ګتي اخستني په اساس د جرمني او چين څخه وروسته په دريم مقام کي ځاي لري.

جوليا/ شمس الرحمن ناصر

کتونکی: نجيب الله زيارمل