1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوربان: مهاجرت اروپا ته زهر دي

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ مرداد ۶, چهارشنبه

د هنګري لومړي وزير ويکتور اوربان ويلي چي مهاجرت اروپا ته زښت زيان اړوي. نوموړي ويلي چي هيواد يې «يو مهاجر» ته هم اړتيا نه لري.

https://p.dw.com/p/1JWbT
Ungarn Premierminister Viktor Orban
انځور: picture-alliance/NurPhoto/K. Dobuszynski

د هنګري هيواد ښې اړخي سياستوال او لومړي وزير ويکتور اوربان يو ځل بيا د مهاجرت او مهاجرو پر ضد وينا کړې ده. نوموړي د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۲۶مه) وويل چي و اروپا ته د مهاجرو راتګ «يو زهر» دی.

ويکتور اوربان ويلي چي هيواد هنګري يې يو واحد مهاجر ته لا هم اړتيا نه لري. هغه زياته کړې: «هنګري د اقتصاد او کار له پاره يو واحد مهاجر ته لا هم اړتيا نه لري، نه هم د دې له پاره چي نفوس يې کم نه سي، نه هم د هيواد د راتلونکي له پاره.»

اوربان دغه څرګندونې په بوداپست کي د اتريش د صدراعظم کريستيان کېرن سره يو ځای خبري کانفرانس ته د خبرو کولو پر وخت وکړې.

د هنګري لومړي وزير زياته کړه: «د مهاجرت له پاره د اروپا د مشترکي هيڅ پاليسۍ اړتيا نسته. هر څوک چي مهاجر غواړي کولای سي چي مهاجر واخلي خو پر موږ دي يې نه تحميلوي ولي چي موږ ورته اړتيا نه لرو.»

د هنګري دغه پارونکي سیاستوال زياته کړه: «هر واحد ماجر د عامه امنيت او ترهګرۍ ګواښ دی.» هغه وويل: «زموږ له پاره مهاجرت حل نه بلکه يوه ستونزه ده... دوا نه بلکه زهر دي، موږ دې ته اړتيا نه لرو او دغه (زهر) به تېر نه کړې.»

اوربان ويکتر د اروپايي اتحاديې د هغه پلان د سختو مخاليفينو څخه دی، چي غواړي د اروپايي اتحاديې ۲۸ هيوادونه د معلوم شمېر له مخي مهاجر ومني.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه: