1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوردوغان: مخرب لاسونه ماتوو

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۲ دی ۲, دوشنبه

د ترکيي د استنبول په ښار کې د دغه هیواد د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان، پر ضد د مظاهرو لړۍ دوام لري. یو شمیر چارواکي او د اردوغان د دولت نږدې کسان پر اقتصادي فساد او له قدرت څخه په ناوړه استفادې تورن دي.

https://p.dw.com/p/1Af5w
په ترکیې کې د اردوغان پر ضد مظاهرې
په ترکیې کې د اردوغان پر ضد مظاهرېانځور: REUTERS

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د دسمبر په ۲۲ نیټه» یو شمیر ترکانو د استنبول په ښار کې د ښاري پروژو د عملي کیدو پر ضد مظاهرې وکړې. د دوی په خبره د دغو پروژو په عملي کیدو سره به چاپیریال ته ډیر سخت زیان ورسیږي.

دغو لاریونونو چې په زرګونو کسانو په کې ګډون کړی وو، وروسته بیا د اردوغان په دولت کې د فساد پر ضد د احتجاجونو بڼه غوره کړه. په تیرو اونیو کې په دغه هیواد کې یو شمیر دولتي چارواکې او د هغوی نږدې خپلوان د بډو اخیستلو او فساد په تور تورن شوي دي.

لاریون کوونکو «په هر ځای کې د عدالت او توسعې ګوند دی، په هر ځای کې فساد دی» د شعارونو په ورکولو سره د لومړي وزیر د ګوند او دولت پر وړاندې خپله نارضایتي څرګندوله. پولیسو د لاریون کوونکو د تیت او پرک کولو په خاطر له اوښکې بهوونکي ګاز او اوبو څخه کار واخیست.

په همدې وخت کې رجب طیب اردوغان د «ګیرسان» په ښار کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال وویل: «دوی د خپلو سیمه ییزو اجنتانو په وسیله کوښښ کوې چې د ترکيي یووالي او ثبات ته زیان ورسوي.» نوموړی زیاته کړه: «هغه کسان چې د خپلو شومو اهدافو په خاطر زما د وزیرانو د تورنولو په هڅه کې دي باید په دې پوه شې چې دا ملت به د دوی دغه لوبه ګډه وډه کړي. موږ به هغه لاسونه مات کړو چې په دغه هیواد کې د بې ثباتې د رامنځه کولو هڅه وکړي.»

له دندې څخه د پولیسو د قوماندانانو د ګوښه کولو بهیر دوام لري

د یکشنبې په ورځ هم د پولیسو د لوړپوړو چارواکو د ګوښه کولو بهیر دوام لاره. دولتي چارواکو د خپلو څیړنو په دوام کې د پولیسو ۲۵ تنه لوړ پوړي افسران له دندو ګوښه کړل. مخکي تر دې هم د پولیسو ۳۰ تنه لوړپوړي افسران له دندو ګوښه کړای شوې ول. ویل کیږي چې دغه ټول کسان د«عدالت او توسعي» یا د اردوغان د اسلامپاله ګوند مخالفین ول چې ګمان کیږي د«ګولن جماعت» پلویان ووسي.

د ترکيي د لومړي وزیر مرستیال ولنت آرنچ، ویلي دي چې دولت نه غواړي په قضايي پریکړو کې مداخله وکړي. د هغه په خبره د پولیسو دغه افسران له خپل واک څخه د ناوړه استفادې او دا چې د «دستګیریو» په هکله يي خپلو لوړپوړو مقاماتو ته معلومات نه دي ورکړي ګوښه کړای شوې دي.

رجب طیب اردوغان هم د خپلو دولتي چارواکو په فساد کې د ښکیلتیا په اړه تر سره کیدونکي اقدامات او څیړنې غندلي او ادعا یې کړې ده چې له دغو څیړنو څخه هدف «د دولت په منځ کې د بل دولت رامنځته کول دي».

له فساد سره مبارزه او یا هم د اردوغان د دولت نسکورول؟

په وروستیو ورځو کې د ترکيي تر ۵۰ ډیر دولتي او پوځي چارواکي د بډو اخیستلو او مالي فساد په تور نیول شوې دي.

یو شمیر څیړونکي په دغه هیواد کې روان کړکیچ د فتح الله ګولن د پلویانو او حاکم ګوند تر منځ د قدرت پر سر جګړه بولي.

فتح الله ګولن د ترکیي یو مذهبي مشر دی چې په امریکا کې اوسیږي. ویل کیږي چې ګولن د دغه هیواد په پولیسو او قضايي سیستم کې پراخه نفوذ لري.

د ګولن د پلویانو او اردوغان تر منځ جنجال د اردوغان دولت له خوا د خصوصي مدرسو او ښوونځیو د تړلو د طرحې پر سر راپوته شو. خصوصي روزنیز بنسټونه د «خدمت» په نامه د فتح الله ګولن د غورځنګ له مهمو مالي منابعو څخه شمیرل کیږي.

د سیاسي چارو څیړونکي په ترکيه کې وروستي بدلونونه د اردوغان د واکمنۍ په ۱۱ کلنه دوره کې تر ټولو لویه ننګونه بولي چې کیدای د هغه اعتبار ته سخت زیان ورسوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب