1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوسلو: چاودني دولتي ودانیو ته زیان رسولی

۱۳۹۰ تیر ۳۱, جمعه

ناروي په پایتخت اوسلو کي د جمعي په ورځ یوه پیاوړي چاودنه رامنځ ته شوي چي ډیری دولتي او د رسنیو ودانيو ته یي زیان او ځینو خلکو ته يي مرګ ژوبله رسولي. د پيښی پخلی د ناروی پولیسو هم د یوي خبر پاڼي په ترڅ کي کړی

https://p.dw.com/p/121w9
د پیښی عینی شاهدانو ویلي چي چاودنه ډیره پیاوړي وه
د پیښی عینی شاهدانو ویلي چي چاودنه ډیره پیاوړي وهانځور: picture alliance/dpa

د دغي پيښي په اړه لا تر اوسه پوری زیات جزییات نه دي بربڼډ شوي خو هغه انځورونه چی د پیښی له سیمي څخه د ناروي په ټلویزیون کي ښودل شوي ښیي چي د ناروي د لومړي وزیر د کار دفتر او نورو ودانیو ته زیان رسیدلی.

په دغو انځورونو کي همداراز ښودل شوي چي د پیښی په سیمي کي ماتي شیشي پرتي دي او د سیمي څخه لوګی پورته کیږي.

ویل کیږي چي د ناروي لومړۍ وزیر د پیښی پر مهال د خپل د کار په دفتر کي نه وه. د پیښي څخه وروسته پولیسو د پیښي سیمه محاصره کړي ده.

د ناروي دوه وزیرانو ویلي چي د دغه هیواد لومړۍ وزیر د پیښی پر مهال د خپل د کار په دفتر کي نه وه او د دي خبري پخلی یي کړي چي هغه ته په دغي چاودني کي زیان نه دی رسیدلی. د لومړي وزیر د نه ژوبلیدو خبره رسنیو هم کړي ده.

د پیښی عینی شاهدانو ویلي چي چاودنه ډیره پیاوړي وه او د پيښی څخه وروسته، په چاودني کي ټپي شوي کسان هم لیدل شوي دي. د پیښی د مرګ ژوبلي په اړه لا دقیق معلومات په لاس کي نه شته.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباری حکیم