1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوسپنیز دیوالونه هم د مهاجرو مخه نه شي نيولای

۱۳۹۴ شهریور ۴, چهارشنبه

په هنگري کې د اوسپنیزو کټارو سره سره پولیس د مهاجرو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي. حکومت اوس هڅه کوي چې پوځ په سرحدونو کې وگوماري، څو د اروپا نورو هیوادونو ته د زرونو کډوالو بهیر ودروي.

https://p.dw.com/p/1GLpP
انځور: Reuters/L. Balogh

په څو راتلونکو ورځو کې به د صربستان په سرحد کې د هنگری اوسپنیزي کټارې بشپړې شي. له دې سره د سورېې، عراق، افغانستان او نورو هيوادونو د مهاجرو پر مخ یوه مهمه ترانزیتي لاره تړل کیږي. معنی دا چې په زرونو دغه مهاجر چې اوس په صربستان کې بند پاتې دي یوازي څو ورځې لري چې د شمالي اروپا د هیوادونو پر لور ژر تر ژره ځانونه ورسوي.

د هنگري سرحد ته د رسیدلو کډوالو شمیر نور هم ډېر شوی دی. د اروپايي اتحادېې کمېسیون د خپلو مرستو وړاندیز کړی دی.

د هنگري حکومت وياند زولتان کوواچز ويلي دي چې د جنوبي سرحد د ساتلو له پاره کيدای سي له پوځه مرسته وغوښتل شي. کواچز یادونه وکړه: «د دې گام له پاره یوازي د پارلمان پریکړي ته اړتیا ده چې په راتلونکې اونې کې به پرې بحث وکړي.»

په زرونو پولیسو همدا اوس گومارل شوی دي چې د کډوالو مخه ونیسي. دغه نوي جوړ شوې اوسپنیزي کټارې باید هغه پناه وړنکي چې د هنگري خاوري ته ننوزي وویروي. خو ډيرو پناه غوښتونکو اوس د اورگاډو د پټلۍ لاره چې د صربستان او هنگري ترمنځ غزلې ده، موندلې ده.

دغه لار په اوسپنیزو کټارو سره بندیدلای نه شي. ځیني مهاجر بیا تر دغو اغزنو کټارو لاندي ځان ته یوه لاره پیدا کوی او یا ځیني نور چیري چې کټارې ډير لوړې نه دي، تر اوړي او ځانونه بلي خواته غورځوي.

له صربستان سره د هنگري سرحد
له صربستان سره د هنگري سرحدانځور: Reuters/L. Balogh

اغزني کټارې لا تراوسه هنگري ته د کډوالو د تیریدو مخه نیولای نه شي. چارواکو وویل چې د رواني اونۍ په سر کې ۲۵۳۳ کسان ونیول شول چې غوښتل یې له صربستان څخه هنگري ته تیر شي. د دوشنبی په ورځ دغه شمیر څه د پاسه ۲۰۰۰ وو.

د کډوالو پر ضد اوښکي بهونکی گاز

د خبریالانو د ویناو له مخې د هنگري په جنوبي سرحد «رویسک» کې د کډوالو د لومړي تجمع په کمپ کې چې په بشپړه توگه ډک شوی دی، پولیسو اوښکي بهيونکي گاز استعمال کړی دی. ویل کیږي چې د «راجیستریشن» د بهیر په هکله لانجه رامنځ ته شوه.

اروپايي اتحادیې وړاندیز کړی دی چې د یو بل ستر کمپ په جوړولو سره دغه ناخوال وضعیت ختم کړي.

د «بېړنیو مرکزونو» جوړول د برلین او پاریس د بسټيزو غوښتنو څخه شمیرل کیږي. د هغوی په نظر په دغو مرکزونو کې دي کډوال ثبت شي او بیا دي وڅېړل شي چې کوم کسان چې د سیاسي پناه مستحق نه دي بیرته خپلو هیوادونو ته واستول شي. تراوسه پوري دغسي یو بیړنی مرکز په ایتالیا او بل په یونان کې جوړ شوی دی.