1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

اولاد زيږونه: سپرم هم د انقضا تاريخ لري

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۵, چهارشنبه

په اولاد زيږولو کې يوازې د مور عمر هغه څه نه دی چې بايد ډېر جدي وگڼل شي. اوس ېوې نوې څېړنې موندلې ده چې د پلار سن ښايي د ماشوم او يا د مور له پاره د ميندوارۍ پر وخت د روغتيايي ستونزو سبب وگرځي.

https://p.dw.com/p/3IX7T
Alleinerziehend
انځور: picture-alliance/dpa/P. Kneffel

ډېري هغه جوړې چې غواړي اولاد وزيږوي په دې پوهيږي چې د څو لسیزو څيړنې دې ته اشاره کوي چې که د ميندوارې پر وخت د ښځې عمر تر ۳۵ زيات وي نو ښايي د مينداورۍ پر وخت هغه روغتيايي ستونزې رامنځته شي چې په عمر پورې تړلي وي.

دا چې ساينس په دې برخه کې زياتره پاملرنه مور ته کوي، د توجې وړ او يو فطري عمل دی، ځکه چې څرگنده ده چې ښځه په ميندوارۍ کې تر ټولو مهم نقش لري.

خو د اولاد زېږولو په برخه کې تر اوسه پوري د نارينه وو پر اړخ ډېر تمرکز نه وو شوی. خو اوس د امريکا د نيو جرسي د روتگرز پوهنتون په يوه نوې څيړنه کې چې د «ماتوريتاس» په نوم طبي مجله کې خپره شوې ده، دې برخې ته نه پاملرنه يوه سهوه بلل شوې ده.

په دې څېړنې کې پر اولاد د مور او پلار د سن د اغیزو هغه تحقيقونه څېړل شوي دي چې په تيرو ۴۰ کلونو کې ترسره شوي دي. په دغو تحقيقاتو کې د زيات عمر لرونکو پلرونو او په ماشومانو کې د بيلا بیلو روغتيايي ستونزو ترمنځ ارتباط موندل شوی دی.

د هغو پلرونو ماشومان چې سن یې تر ۴۵ کلونو زيات وي، د بې وخته پيدا کيدو، د آپگار د ټيټې کچې او د کم وزنۍ له خطرونو سره مخامخ کيدلی شي. آپگار د نوي زيږيدلي ماشوم د فزيکي وضعيت د اندازه کولو لاره ده. له دې لارې د زړه ضربان، د تنفس، عضلاتو او د هڅونې يا پارونې پر وخت غبرگون او د جلد رنگ اندازه کيږي. که دا نمره ۱۰ وي نو د ماشوم د ښه فزيکي حالت ښکاروندوي کوي.

په دې څيړنو کې ليدل شوي چې د زيات عمر لرونکو پلرونو د نويو زيږيدلو ماشومانو د آپگار شميره ټيټه وي.

تر ۳۵ کلنۍ وروسته که نارينه غواړي چي اولاد پيدا کړي لومړی دي له ډاکټر سره مشوره وکړي.
تر ۳۵ کلنۍ وروسته که نارينه غواړي چي اولاد پيدا کړي لومړی دي له ډاکټر سره مشوره وکړي.انځور: picture-alliance/dpa/F. May

د کارپوهانو په حواله دا نوي زيږيدلي ماشومان په بېلا بيلو روغتيايي ستونزو د اخته کيدو له خطر سره مخامخ  وي او همدا راز د مور په خېټه او يا د زيږون پر وخت یې د مړينې خطر هم موجود وي.

د څيړنې په نتايجو کې د هغو کسانو چې د زيږون پر وخت یې د پلرونو سنونه تر۵۰ کلونو زيات وي، د «شيزو فرينيا» او «آستيزم» چې يو ډول رواني ناروغۍ دي، ترمنځ اړيکي ته اشاره شوې ده. دا هغه څه دي چې په يوه بيولوژيکي رواني ژورنال کې هم ورته اشاره شوې ده.

 د دې څېړنو يوه ليکواله گلوريه باخمن چې د نيوجرسي د روتگرز پوهنتون د ښځو د روغتيا د انستيتويت مشره ده، وايي: «که څه هم چې دا يوه مستنده خبره ده چې د زيات عمر لرونکو پلرونو ماشومان زيات په «شیزوفرينيا» اخته کيږي، خو علت یې تر اوسه په سمه توگه روښانه شوې نه دی.»

دا څه معنا لري؟

باخمن وايي د دې څېړنې نتايج د نارينه وو له سپرم «مني» سره تړاو لري. لکه څرنگه چې انسانان د وخت په تیريدو سره د عضلاتو قوت او ځواک له لاسه ورکوي، سپرم هم هغسې خپله قوت او تندرستي له لاسه ورکوي. دا کار د حمل پر اخيستو هم اغیز کوي او د حمل په صورت کې هم د ستونزو سبب کيږي.

خو دا تر اوسه روښانه نه ده چې د نارينه وو کوم مشخص سن پر ميندوارۍ منفي اغیزې کوي. د رپوټ په حواله دا ښايي د ۳۵ او ۴۵ ترمنځ وي. خو دا اربتاط شته او څيړونکي یې په اړه د ژورو څېړنو غوښتنه کوي.

B.S/N.Z (Clare Roth)