1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اولاند د اسد د مخالفینو له موقتي دولت څخه دفاع کړې

۱۳۹۱ آبان ۱۵, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16cpa

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند سعودي عربستان ته په خپل یوه لنډ سفر کې له دې خبرې څخه ملاتړ څرگند کړی دی چې د سوریې اپوزیسیون باید یو موقتي دولت جوړ کړي. هغه زیاته کړې ده چې د سوریې اپوزیسیون باید دا اطمینان ورکړي چې په دغه هیواد کې یو «دموکراتیک انتقالي دولت» رامنځ ته کیږي. د هغه په وینا تر ټولو مهمه دا ده چې اپوزیسیون خپل ځان ته یو جوړښت ورکړي. د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا له پاڅون کوونکو سره به نظامي مرسته وشي ته په ځواب کې وویل چې دا د موقتي حکوم د موجودیت شرط دی.

د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې د عربي لیگ د چتر لاندې د سوریې د اپوزیسیون د خورو ورو ډلو یوه غونډه تیره ورځ پیل شوي او موخه یې د دغو ډلو یو ځای کول دي. زیاته شوې ده چې د دمشق په سویل کې د سوریې پوځ، پاڅونکوونکي په نښه کړي دي. د اپوزیسیون د معلوماتو له مخې په دغه بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي دي. په حمص ښار کې سره صلیب په سلگونو ملکي وگړو باندې خوارکي او صحي توکي ویشلي دي او پر دې سربیره شاوخوا د سلو تنو ټپیانو درملنه شوې ده.