1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اولاند د راتلونکې چهار شنبې په ورځ خپله نوې کابینه اعلانوي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۲, جمعه
https://p.dw.com/p/14tgZ

د فرانسې نوی ټاکل شوی ولسمشر فرانسوا اولاند، غواړي د راروانې اونۍ په نیمایې کې خپله نوې کابینه اعلان کړي. د سوسیالیستي ګوند څخه دغه سیاستوال ویلي دي چې د راتلونکې سه شنبې په ورځ د المان له صدراعظمې انګېلامېرکل سره، په برلین کې تر لیدلو کتلو لا وړاندې خپل صدراعظم او د چهارشنبې تر ماښامه پورې د حکومت ټول غړي معرفي کړي.

د نیکولا سرکوزي څخه اولاند ته د قدرت رسمي سپارل ښایې د سه شنبې په سهار تر سره سي. اولاند غواړي د داخلي بودجې د سپما په اړه د اروپایې ټولنې په فیسکال پکټ کې ځینی تغییرات راولي. خو میرکل بیا نه غواړي په دغه لاسلیک سوي پکټ کې چې په ځینو هیوادونو کې د عملي کېدو په حال کې دئ، له سره تغییرات راولي.