1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اولاند: د فرانسې اقتصاد به ډیر ژر پیاوړی شي

۱۳۹۱ شهریور ۲۰, دوشنبه
https://p.dw.com/p/165tu

د فرانسې ولسمشر فرانسوا، اولاند ژمنه کړې ده چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د هیواد اقتصاد بیرته په پښو ودریږي. د یکشنبې په ورځ هغه په خپله تلویزوني وینا کې ویلي دي چې تر ۳۰ میلیاردو یورو زیاتو پیسو ته ضرورت دئ چې د بودجې کسر راټیټ کړای شي، د هغه په وینا د دغه پیسو زیاتره برخه به په مالیو کې د زیاتوالي او باقې پاتې برخه به ئې په دولتي بودجه کې د سپما له پیسو څخه پوره کړای شي. هغه وویل چې د راتلونکي کال بودجه به په تیرو دیرشو کلونو کې تر ټولو ډیره محدوده بودجه وي.