1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اولاند و ایبولا ځپلي هیواد گینیا ته سفر وکړ

شمس الرحمن ناصر / آژانسونه۱۳۹۳ آذر ۸, شنبه

فرانسوا اولاند د هیلو د یو پيغام په توگه لویدیځ افریقایي هیواد گینیا ته سفر وکړ. هغه د جمعې په ورځ د پلازمېنې کوناکر په هواېې ډگر له تود هرکلي سره مخامخ شو. د سړکونو تر غاړي په زرگونو خلکو هغه ته ښه راغلاست ووایه.

https://p.dw.com/p/1DwvT
انځور: picture-alliance/AP Photo/Jerome Delay

گینیا د لویدیځ افریقا په هغو دریو هیوادونو کې شامل دی کوم چې د ایبولا له ویروس څخه ډیر اغیزمن شوي دي. دغه وژونکی ویروس تر اوسه پوري یوازې په گینیا کې تر ۱۲۰۰ ډیر انسانان وژلي او په لائبیریا او سیرالیون کې يې هم ډیر خلک له منځه وړي دي. دغه ویروس چې د تیرو څو میاشتو راهیسې په لویدیځ افریقایې هیوادونو کې خپور شوی لږ تر لږه ۵۵۰۰ انسانان یې قربانيان سوي دي.

د گینیا ولسمشر الفا گونډی په هوایې ډگر کې اولاند ته د هرکلي پر مهال وویل: «که اولاند گینیا ته راتلای شي، نو بیا هر څوک گینیا ته سفر کولای شي.»

اولاند د ایبولا ناروغۍ له پاره د جوړ شوي یوه طبي مرکز څخه هم لیدنه وکړه کوم چې د بین المللي بې سرحده ډاکټرانو له خوا پکښې د ایبولا د ناروغانو درملنه کیږي. د فرانسې ولسمشر د هغو فرانسوي او گینیایې ډاکټرانو زړورتوب وستایه کوم چې د ایبولا د ناورغۍ په برخه کې په خدمت بوخت دي. اولاند له دغه مرکز څخه د لیدنې پر مهال وویل:« مونږ ډیر هیله مند یو. له دې ناروغۍ څخه د رغېدو هیلې موجودي دي. مونږ هیله مند یو چې دا وباء به کنترول کړای شو. مهمه خبره دا ده چې اوس امید موجود دی.»

د ناروغۍ له کبله اقتصادي ستونزي

فرانسوا اولاند زياته کړه چې د روغتیا په باب د دغه رامنځته شوي بحران له امله اقتصادي ستونزې هم رامنځته کیدای شي، چې دا به د سیاسي کړکیچ د رامنځته کیدو سبب گرځي. گینیا په ۱۹۵۸ کال کې له فرانسې څخه خپلواکي ترلاسه کړه او الفا گونډې د دغه افریقایې هیواد لومړنی منتخب ولسمشر دی. ټاکل شوې ده چې په راتلونکي کال کې به په گینیا کې د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره شي.

د گینیا او فرانسې ولسمشرانو په یوه غونډه کې هم گډون وکړ چیرې چې دواړو ولسمشرانو د ایبولا د ویروس او پر دغه ویروس د اخته کسانو د درملنې په هکله توضیحات ورکړل. تر ټولو ډیرې چک چکې هغه وخت ووهل شوې چې د ایبولا له ناروغۍ څخه روغ شوي یو تن په دغه غونډه کې خلکو ته ور وپیژندل شو.

Guinea Ebola
انځور: Cellou Binani/AFP/Getty Images

د فرانسي ولسمشر د جمعې په ماښام د گینیا څخه د سینیگال پر لور حرکت وکړ. ټاکل شوې ده چې هغه به په ډاکار کې د «فرانکوفون» په نامه د هغو هیوادونو په سرمشریزه کې گډون وکړي، په کومو کي چې فرانسوې ژبه ویل کیږي. نوموړي ټینگار وکړ چې هغه به په دې غونډه کې په نړیواله کچه د ایبولا د ناروغۍ پر ضد د کوښښونو د تیزولو غوښتنه وکړي.