1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوپیک څومره پیاوړی دی؟

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ آذر ۶, پنجشنبه

په ویانا کې د تیلو د صادرونکو هیوادونو د سازمان اوپیک، غړي سره راټول شوي څو د تیلو د استخراج په هکله خبرې وکړي. دا ځکه چې له میاشتو راهیسې د تیلو بیه ډیره راټیټه شوې ده. خو آیا اوپیک دا قدرت لري چې د تیلو بیه کنترول کړي؟

https://p.dw.com/p/1DueT
انځور: picture-alliance/dpa

د تیلو د بیې نزول د تیلو د صادرونکو هیوادونو د سازمان «اوپیک» OPEC له نظره یوه ډيره سخته ستونزه ده: څومره چې بیې ټیټې وي، هومره د دغو هیوادونو چې له سعودي عربستان، د متحده عربي امارات، کویت، عراق، ایران، نایجیریا، لیبیا، انگولا، الجزایر، ایکوادرو او وینزویلا څخه عبارت دي، عایدات هم راټیټږي. دغه هیوادونه په گډه د نړۍ د خامو تیلو یوه پر دریمه برخه تولیدوي. سر بیره پر دې هغوی د تیلو د یوې سترې زیرمې څخه برخمن دي. د اوپیک سازمان په ۱۹۶۰ کال د دې هدف له پاره تأسیس شو تر څو د تیلو پر استخراج نفوذ ولري.

ستره عرضه لږه تقاضا

په اوسني وخت کې د تیلو بیه في بیرل (۱۵۹لیتره) څه کم ۸۰ ډالره ده چې یوه بیسارې ټیټه بیه گڼل کیږي. د دغې ټیټې بیې دلیل ډير ښکاره دی: عرضه د تقاضا په پرتله زیاته ده. دا چې د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې اقتصادي وده کمروزې ده، نو د تیلو له پاره هم ډیر زیاته اړتیا نه لیدل کیږي.

په عین وخت کې امریکا متحده ایالاتو چې د نړۍ د سترو انرژي مصرفوونکو څخه شمیرل کیږي، د تیلو نوې سرچینې کشف کړي دي او له دې لارې د عرضې لمن پراخه شوې ده. د تیلو او گازو دغه سرچینې د ځمکې تر ژورو لاندې دي چې د «فرکینگ» یا «هایدرولیکي ماتونې» د طریقې په واسطه اوس کیدای شي هغه راوایستل شي. دغه ډول استخراج پخوا له تخنیکي لحاظه ممکن نه وو.

د انرژۍ د نړیوالو ادارو د معلوماتو له مخې امریکا متحده ایالات کولای شي چې په همدې راتلونکي کال کې له روسیې او سعودي عربستان څخه زیات تیل استخراج کړي.

د جیوپولتیکي کړکیچونو لکه د اوکراین کړکیچ، د روسیې پر ضد د متحده ایالاتو او د اروپا د اتحادیې بندیزونه او په عراق او سوریه کې د «اسلامي دولت» نومې ترهگرې ډلی د پیاوړتیا سره سره د دوبي راهیسې د تیلو بیه مخ پرځوړه روانه ده.

د صنعتي هیوادونو له پاره چې خپله د تیلو د زیاتو طبیعي شتمنیو څخه برخمن نه دي، د تیلو دغه ټیټه بیه په اصطلاح یوه «آسماني تحفه» ده. د سترو بانکونو د محاسبې له مخې یوازې په آلمان کې شرکتونه او شخصي کورنۍ کولای شي چې په راتلونکي کال کې د تیلو د دې ټیټې بیې له امله ۳۵ میلیارد یورو سپما وکړي.

اندریاس ریس چې د یوه آلماني بانک د ملي اقتصاد د چارو مشر دی، د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي: «دا یوه غټه مالي سپما ده، شرکتونه کولای شي چې د خپلو محصولاتو بیې راټیتې کړي او د مصرف کوونکو د خرید قوت زیاتیږي.»

آیا د استخراج د کچې کمول ممکن دي؟

د تیلو ټیتې بیې د تیلو د استخراج کوونکو هیوادونو له پاره د عایداتو د کموالي په معنی ده. ځیني دغه هیوادونه چې په هغو کې روسیه هم شامله ده، له دې امله ښایي له مالي ستونزو سره مخامخ شي، ځکه یوازې د تیلو د بیې له لوړولو سره هغوی کولای شي خپل اوسني بودجوي مصارف پوره کړي.

په حقیقت کې د اوپیک هیوادونه باید په دې هکله یوې موافقې ته ورسیږي چې خپل استخراج راکم کړي ترڅو عرضه کمه او تقاضا زیاته شي. له دې لارې بیا نو کیدای شي چې د تیلو بیه بیرته لوړه شي. په اوسني وخت کې په رسمي توگه اوپیک په ټولیزه توگه د ورځې ۳۰ میلیونه بیرل تیلو استخراجوي. دغه کچه له درې کلونو راهیسې بدله شوې نه ده.

خو د اوپیک ټول هیوادونه دغې سهمیې ته ژمن پاتې شوي نه دي. د انرژۍ د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې نوموړی سازمان اوس د ورځې ۵۰۰ زره بیرل د خپلې موافقې څخه زیات استخراجوي.

په امریکا متحده ایالاتو کې د براون په پوهنتون کې سیاست پوه جیف کولگن چې د «پیترو اگریشن: تیل څرنگه جگړه جوړوي» تر نامه لاندې د کتاب مؤلف هم دی وایي: له ۱۹۸۲ کال څخه را په دې خوا د اوپیک غړو هیوادونو د استخراج له پاره یوه رسمي سهمیه جاری کړي چې کوم هیواد، څومره تیل استخراج کړي ترڅو ټولنیز استخراج ثابت پاتې شي. په دې موده کې غړو هیوادونو په دغې قضیه کې ۹۶ سلنه سرغړونه کړې ده او ټاکل شوې سهمیې پورې پابند پاتې نه دی.

آیا اوپیک قدرت لري؟

څیړونکي شک لري چې اوپیک دې د تیلو د نرخ د کنترول توان ولري. کولگن، واشنگټن پوسټ ته په یوه مقاله کې لیکلي دي: «سعودي عربستان ښايي قدرت ولري، چې تر یوې کچې د تیلو بیو باندې نفوذ وکړي، ځکه هغه د استخراج د زیاتولو او کمولو توان لري.»

د نوموړي کار پوه په نظر: «خو خبره دا ده چې سعودي عربستان یوازې د اوپیک یو غړی هیواد دی چې داسې توان لري. خو د سازمان په توگه اوپیک داسې یو قدرت نه لري. د هغه نور غړي له وینزیویلا او نایجریا څخه نیولی تر عراق پورې هره ورځ پر دې بوخت دي چې ژر تر ژره تیل استخراج کړي، ځکه دوی په دې موده کې تیل زیرمه کړې نه دي.»

د اوپیک د غړو هیوادونو له غونډي څخه مخکې سعودي عربستان داسې اشاره رسولې ده چې هغه چمتو نه دی چې د تیلو په استخراج کې کموالی رامنځ ته کړي. دا چې ولې، ښایي مختلف دلایل ولري: ښایي سعودیان غواړي چې په امریکا کې د «فرکینگ» یا «هایدرولیکي ماتونې» په طریقه د تیلو ایستل بې ارزښته کړي. یا ښايي هغوی غواړي چې د روسیې پر ضد د متحده ایالاتو او د اروپا د اتحادیي له بندیزونو څخه ملاتړ وکړي. ځکه د تیلو ټیټه بیه ماسکو زیات تاواني کوي.

د سیاست پوه کولگن په نظر اوپیک یو کمزورې لوبغاړی دی: «نړۍ باید داسی فکر نور ونه کړي چې اوپیک کولای شي د انرژۍ پر نړیوال بازار نفوذ ولري. دا کار هغه کولای نه شي.»