1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراين کي د OSCE پر رول اروپايان همنظره نه دي

محمد قاسم نوري (باربرا وېزل)۱۳۹۳ اسفند ۱۶, شنبه

د ریگا په غونډه کي په اوکراين کي د امنیت او همکارۍ د سازمان OSCE د ماموریت د زیاتولو څخه هرکلی سوی ؤ. خو په اروپايي ټولنه کي د اوکراين د بحران په هکله اتحاد کي مخ پر ډیریدونکي ډول سره درزونه رامنځته کیږي.

https://p.dw.com/p/1En21
انځور: Getty Images/Afp/Ilmars Znotins

د ورځي د آخر ښه خبر د جرمني د خارجه وزیر فرانک والټر شټاین مایر دپاره خوشاله کونکی ؤ: ځکه چي د برلین په خبرو کي رامنځته سوی اتحاد، چي په اروپا کښي دي د امنیت او همکارۍ دسازمان OSCE ناظرین د ۵۰۰ څخه ۱۰۰۰ تنو ته لوړ سي، د سپيني روسېې په پایتخت ریگا کي د وزیرانو په غونډه کي د یوه مهم او جوړونکي گام په حیث په پام کي نیول سوی ؤ.

شټاین مایر اصلأ د اوکراين د مسئلې د حل دپاره ډیره مبارزه کړې ده او هم غواړي دغه موضوع د ډیپلوماتیکي لاري حل کړي. په دې لار کي یو کوچنی بریالیتوب لکه د OSCE ماموریت اضافه کول هم د ده دپاره یو مهم گام دی. نه یوازي به د ناظرینو تعداد لوړ سي، بلکه هغه به لا ډیر تخنیکي امکانات او متخصیصین پلاس راوړي، تر څو د جنگي ساحې څخه د ساتلايت تصویرونه ارزیابي کړي.

د ساحې د تصويرونو ارزيابي په دې وخت کي خاص اهمیت لري، ځکه چي د درنو وسلو د پر شا کولو پر وخت باید دا تشخیص سي، چي ایا هغوی په کافي اندازه د جنگي ساحې څخه لیري سوي دي او که په هغه نژدې کي بیرته ځای پر ځای سوي دي. پر دې سربیره روسي خوا وعده ورکړې ده، چي هغوی به پر یاغیانو باندي د خپل نفوذ څخه کار اخلي، تر څو هغوی د OSCE استازو ته په جنگي ساحه کي د ورننوتو ښه امکانات برابر کړي.

د ډیري خوشبینۍ او خیال بافۍ څخه خبر داری

د جرمني خارجه وزیر فرانک والټر شټاین مایر غواړي بیا د خپلو اروپایي سیالانو سره وگوري. ځکه چي د OSCE د ناظرینو د اضافه کیدو پر سر یووالی باید د اوکراين د بحران په کمولو کی مثبت رول ادأ کړي. تر کومه وخته پوري چي پوتین او پوریشینکو پر اوسني توافق باندي ولاړ وي، اروپايي ټولنه نباید د هغه څخه تیره سي.

فرانک والټر شټاین مایر
فرانک والټر شټاین مایرانځور: Reuters/Ints Kalnins

خو څنگه چی شټاین مایر د اوکراين په موضوع کي ډیره تجربه لري، د ډیري خوشبینۍ او خیال بافۍ څخه خبر داری ورکوي. ده په تکرار سره او هم په ریگا کي د ډیري خوشبینۍ څخه خبرداری ورکړی دی: د ده په خبره هر آن د دې خطر موجود دی، چی حالت د کنټرول څخه ووزي او بیرته تشدد او جنگونه رامنځته سي.

د شټاين ماير په خبره د سولي تړون تر اوسه پوري عملی سوی نه دی، اود بندیانو تبادله اوس هم یو لوی مشکل دی. نور داسي مشکلات، لکه بشري کومکونو ته لاس رسی، محلي انتخابات او بلاخره د اوکراين لخوا د خارجي سرحدونو کنټرول هغه څه دي چي ډیري سختي معاملې او خبرو اترو ته ضرورت لري.

د بلي خوا په اوکراين کي د جرمني د سیاست څخه فرانسویان او هسپانویان حمایه کوي، خو بیا کله چي د روسيې پر ضد د بندیزو موضوع طرحه وي، بیا د اروپايي ټولني په منځ کي اختلافات راپیدا کیږي. په جولای کي بیا باید د روسيې پر ضد بندیزونه تمدید سي، خو هغه به لکه د اروپايي ټولني د خارجي مسایلو نماینده فدریکا موگریني چي هم وايي، دا کار به ډیر سخت وي. حتی د ریگا په غونډه کي هم د اروپايي ټولني د استازو تر منځ موجوده اختلافات نور هم واضح سول.