1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین د اروپا تر سیاسي فشار لاندې دئ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۹, شنبه

د اوکراین له پخوانۍ صدارعظمې یولیا تیموشینکو، سره د ولسمشر یانوکوویچ د حکومت ناوړه چلند په المان او نورو اروپایي هیوادونو کې سخت غبرګونه راپارولي دي. تیموشینکو اوس مهال په بند کې وخت تیروي.

https://p.dw.com/p/14mRk
انځور: Reuters

په اوکراین کې د اروپایي فټبال د اتلولیو پیل‎ ته یواځې شپږ اونۍ وخت پاټه دﺉ. خو د دې هیواد د پخوانۍ مشرې یولیا تیموشینکو، موضوع او په دغه هیواد کې وروستیو چاودنو د فټبال مینه والو ته اندیښنې رامنځ ته کړي دي.

د اوکراین په ختیځ ښار دنیپروپیتروفسک، کې د جمعې په ورځ څلور بمي چاودنې وشوې چې لږ تر لږه ئې ۲۷ کسان ټپیان کړل. د ټپي شوو کسانو په ډله کې د ښونځیو نهه ماشومان هم شامل دي. دغې پېښې د اوکراین د امنیتي وضعیت په هکله اندیښنې زیاتې کړي دي. په دغه هیواد کې د جون په اتمه د اروپایي فوتبال د اتلولیو یوه برخه تر سره کیږي.

له بلی خوا له پخوانۍ صدراعظمې یولیا تیموشینکو، سره چې د اداری فساد او اختلاس په تور مجرمه ګنله شوې ده، د حکومت د امنیتی چارواکو ناوړه چلند اروپایي حکومتونه او د بشري حقونو سازمانونه دې ته اړ کړي دي چې په دې هکله فکر وکړي چې ایا د اروپایی فټبال د اتلولۍ په لوبو کې ګدون وکړي او که نه.

د المان د سوسیال دیموکرات د ګوند مشر زیګمار ګبرایل، له ټولو سیاستوالو غوښتنه وکړه چې په اوکراین کې د اروپایی فټبال د اتلولی لوبې تحریم کړي. هغه د خپل هیواد یوې ورځپانې ته وویل: «سیاستوال باید پام وکړي چې د کیف د رژیم د تبلیغاتو وسیله ونه ګرځي. ښایي هغوی د فټبال د لوبو د نندارې په وخت کې د هغه زندان د چارواکو او یا مخفې پولیسو ترڅنګ کښیني چې د تیموشینکو سره په غیرې انساني چلند کې لاس لري.»

د المان حکومت هڅه کوي چې د تیموشینکو د سفر اجازه تر لاسه کړي او په المان کې د هغې د ملا د تیر د مریو د درد درملنه وکړي. دا درد تیموشینکو ته په زندان کې د ناوړه چلند له کبله پیدا شوی دئ.

د برلین د روغتیایي خدمتونو د یوه مرکز چې «شاریته» نومیږي ډاکترانو درې ځلی له تیموشینکو سره د چارکیف نومې زندان په یو روغتون کې لیدنه کتنه کړې ده. المانی ډاکتر کارل ماکس اینهايپل، وویل چې تيموشینکو له دغه درد څخه سخت رنځ وړي. بل الماني اورتوپید یا د هډوکو ډاکتر نوربرت هاس، ویلي دي چې د پخوانۍ صدراعظمې روغتیایي وضعیت وروسته له هغې نور هم خراب شوی دئ چې هغې د ډوډۍ نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړی دئ. هاس یادونه کوي چې د تیموشینکو درملنه باید په بهر کې وشي ځکه چې هغې د خپل هیواد په ډاکترانو باور له لاسه ورکړی دئ.

د برلین د روغتیایی مرکز مشر اینهايپل، د اوکراین په ولسمشر ویکتور یانوکوویچ باندې غږ وکړ چې تیموشینکو ته اجازه ورکړي چې المان کې تر درملنې لاندې ونیوله شي:

«شاریته چمتو ده چې میرمن تیموشینکو ته ځای ورکړي او هغه دلته تر درملنې لاندې ونیسي. زما باور نه کیږي چې اوکراین ته د یو بل ډاکتر استول دغه ستونزه حل کړي.»

له سیاسي مخالفینو او بیا په خاصه توګه له پخوانۍ صدراعظمې سره د اوکراین د غیرې بشري چلند له امله د المان ولسمشر یواخیم ګاوک نوموړي هیواد ته خپل یو سفر فسخه کړ. دغه راز دا هم معلومه نه ده چې ایا صدراعظمه انګلا میرکل به په اوکراین کې د اروپایي فټبال د اتلولۍ په سیالیو کې ګډون وکړي نه.

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش