1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین د فوټبال له اروپايي سياليو څخه ووت

۱۳۹۱ خرداد ۳۱, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15IJB

تر پولیند وروسته د اروپا د فوټبال د اتلولۍ له سياليو څخه یو بل کوربه هیواد اوکراین هم ووت. په هغو ګروپي لوبو کي چي په دنیسک کي تر سره سوې، انګلستان دغه هیواد ته یو پر صفر ماته ورکړه. له بلي خوا بیا په کیف کي فرانسې د سویډن په مقابل کي لوبه دوه د صفر په مقابل کي بایلوده. خو بیا به هم دغه هیواد د هسپانیې له قوي ټیم سره مخامخ سي. انګليستان به په یو پر څلورم فاینل کي له ایټالیا سره لوبه وکړي.